کور / تازه خبرونه / په كندهار كي ۵۴ پروژې بشپړي او ګټې اخيستني ته وسپارلي سوې

په كندهار كي ۵۴ پروژې بشپړي او ګټې اخيستني ته وسپارلي سوې

په كندهار ولايت كې دکليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۵۴ پروژې پرون بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه پروژې د۳۶ ميليونه او۶۹۰ زره افغانيو په لګښت د كندهار ولايت په ارغستان، شاه ولي کوټ، پنجوايي، سپين بولدک، ژېړۍ او شورابک ولسواليو كې بشپړې شوې دي.
د سرچينې په وينا، په دغو پروژو کې د اوبو لګولو د کانالونو، استنادي دېوالونو او پُلګوټو جوړول، د کارېزونو پاکول، پر سړکونو شګې اچول او د اوبو د څاګانو كيندل شامل دي.
سرچينه زياتوي، چې له دغو پروژو ۷۹۶۰ کورنۍ ګټه پورته كوي.