کور / تازه خبرونه / زابل: پر ولايتي شورا د موټر بم چاودني ۷۳تنه زخميان او ۴ تنه وژلي دي

زابل: پر ولايتي شورا د موټر بم چاودني ۷۳تنه زخميان او ۴ تنه وژلي دي

د مازدا موټر په وسيله دغه ځانمرګی بريد نن له غرمي مخکي يولس بجې د ولايتي شورا هغه دېوال ته څېرمه وسو، چي شاوخوا يې نوري دولتي اداري دي.
چاودنه دومره زوروه وه، چي د اصلي ځای ور ها خوا يې ګڼ مارکېټونه، دوکانونه او کورونه ويجاړ کړي دي.
د زابل ولايتي چارواکي وايي، چي ځانمرګي بريد په داسي مهال سوی وو، چي په ولايتي شورا او ښځو چارو ریاست کي غونډه روانه وه.
د زابل د ولايتي شورا رئيس حاجي عطاجان حق بیان، چي په ولايتي روغتون کي يې د ټپیان د حالت پوښتنه کول وويل، چي په برخه کي تر اويا زیات ملکي وګړي ټپیان سوي دي.
هغه زياته کړه، چي ټپیانو کي د ولايتي شورا دوه نارينه او دوې ښځي وکيلان او همداشان د ښځو چارو په رياست کي د غونډي۱۷ برخوالي شاملي دي.
د ولایتي شورا رئيس پر امنیتي ارګانونو نيوکه وکړه، چي د دوی امنیت ته پاملرنه نه کوي، په داسي حال کي، چي له دې بريده يې له وړاندي چارواکي په جريان کي کړي وه.
د سوي ځانمرګي برید له امله د زابل په ولايتي روغتون کي ګڼ ګوڼه رامنځته سوې او يو شمېر سخت ټپیان د کندهار ميرویس روغتون ته راوړل سوي.
د دغه بريد له امله د ولايتي شورا ترڅنګ د ښځو چارو رياست ، د ښار جوړولو رياست، د پوهنې رياست، د زابل د رسنيو مرکز او يو شمېر نورو دولتي ودانيو ته هم زيان اوښتى دى.

دامنیت امر غلام جیلاني خان فراهي وايې پدې پیښه کې دڅلور وکیلانو په ګډون ۷۳ ملکي کسان ټپیان شوې دي او دهغه په وینا پدې برید کې خلګو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

ددې بريد مسوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ادعا يې کړه، چي په بريد کي نولس دولتي کسان وژل سوي او تر سلو زیات ټپیان دي.
په همدې مهال په جنوب کي د بشر د حقوق خپلواک کمېسیون دغه بريد غندلی او ويلي يې دي، چي د بريد له امله زياتره هغه ملکيان ټپیان سوي، چي د خپلو ستونزو د حل لپاره ولايتي شورا او نورو ادارو ته ورغلي وه.
دغه دفتر يو ځل بیا د ښکېلو غاړو غوښتي، چي د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د يادوني وړ ده چي په دې پېښه کي د زابل د رسنيو مرکز هم ويجاړ سوی دی.