کور / تازه خبرونه / په افغانستان کې اقتصادي ګواښونه لا پسې جدي کیږي

په افغانستان کې اقتصادي ګواښونه لا پسې جدي کیږي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره په هېواد کې کړکېچن اقتصادي حالت او د سولې په اړه روانو بحثونو ته ځانګړي کړي دي.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې اقتصادي ګواښونه لا پسې جدي کیږي.

په سرمقاله کې راغلي چې د حاجي ګګ په کان باندې د هند د پانګونې درول هم پر اقتصاد منفي اغیز کوي او لامل یې ناامنۍ، د حکومت بې غوري او د قرار داد په تخنیکي برخه کې نه پرمختګ دی.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکل شوي چې د هېواد اقتصادي وضعیت په سیاسي حالت پورې تړلی او حکومت باید په هره سیاسي موضوع کې په احتیاط ګام پورته کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې ویلي، اقتصادي نظام سقوط ته مه پریږدی.

په سرمقاله کې راغلي چې ناامیو او د حکومتي چارواکو بې غوریو له تېره یوه کال راهیسې اقتصاد ډېر ټکنی کړی او د هېواد اقتصاد مصرفي بڼه غوره کړې ده.

د سرمقالې لیکوال د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کمولو ته هم اشاره کړې او ویلې یې دي چې دا کار تر ټولو زیات د ټولنې بې وزله او کارګرې طبقې ته زیان رسوي.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې په دې وروستیو کې یوه افغان پلاوي له طالبانو سره په چین کې غونډه کړې او زیاته کړې ده چې په دې غونډه کې د ای.ایس.ای مشر هم حاضر و.

په مطلب کې د ځینو سرچینو په حواله لیکل شوي چې دا غونډه د تیرې چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو شوې او د دفاع وزارت کاندید وزیر او د سولې د شورا پخواني چارواکي معصوم ستانکزي هم ګډون په کې کړی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د سولې په خبرو کې د عام ولس بې خبري د منلو نه ده.

په مطلب کې د افغانستان دخلاصون لارې شورا د مشر پرونیو خبرو ته اشاره شوې او لیکل شوي چې د حکومت دننه یوشمیر کړۍ د سولې د ټينګښت مخالفت کوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې حکومت د ملي مسایلو په اړه هر ګام د جهادي شخصیتونو او نورو مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته اوچتوي.

په سرمقاله کې راغلي چې حکومت سوله او امنیت خپل لومړیتوب بولي او د همدې هدف لپاره یې په سیمه ییزه کچه هڅې پيل کړي دي.

په سرمقاله کې له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې د تفاهم لیک اړتیا هم له تروریزم سره مبارزه او د سولې ټینګښت بلل شوي دي.