کور / تازه خبرونه / د اوبو کانال د جوړولو چارې پیل شوې

د اوبو کانال د جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په دتګاب بیرمک سیمه کې د کرنې او مالدارۍ ادارې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د شاوخوا دوه نیم سوه جریبه ځمکې د خړوبولو په موخه د اوبو کانال د جوړولو چارې نن ( یکشبه) پیل شوې .
د اوبو دغه کانال چې ۱۳۰۴ متره اوږدوالی لري،د جوړولو چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي،چې پر یو مهال کې به ترې ۱۲۰ کورنۍ ګټه واخلي .
څو ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ په میانګي سیمه کې د درې میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو ذخیرې د جوړولو چارې هم پیل شوې وې