کور / تازه خبرونه / افغان سوداګر؛ د اوولسو تنو ژوند وژغوره

افغان سوداګر؛ د اوولسو تنو ژوند وژغوره

اوولس تنه په زړه سوري افغان ماشومان چي د مرګوني ګواښ سره مخ ول، د یوه ملي سوداګر په مالي مرسته یې درملنه وسوه.
د افغاني سرې میاشتي ټولني د روغتیايي څانګي له لاري دغه ماشومان د هندوستان مشهورو روغتونونو فورټیس او مکس ته وړل سوي ول چي د عملیاتو تر مثبتو نتیجو وروسته بیرته هیواد ته راستانه سوي دي.

د سرې میاشتي د مشرې مېرمن فاطمې ګیلاني په خبره؛ ددغي پروسي ټول لګښتونه افغان ملي سوداګر حاجي حکمت الله ښادمن پرغاړه اخیستي دي او د نوموړي دغه ستر خیریه ګام ستایي.

تداوي سوي ماشومان چي عمرونه یې تر دیارلسو کلونو ټیټ دي، د ننګرهار، بغلان، کونړ، بامیان، کندوز، لغمان، تخار، کندهار، سمنګان، غزني، لوګر، خوست او کابل اوسېدونکي دي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چي ډېر په زړه سوري ماشومان پکي زېږي. سره میاشت هرکال لسګونه په دغه ناروغي اخته ماشومان د درملني په موخه بهر ته لېږي. دا مهال شپږ زره تنه نور د مالي سرچینو د کمښت له امله درملني ته انتظار کوي.

باید یادونه وسي چي حاجي حکمت الله ښادمن تر دې وړاندي، دې ته ورته لسګونه نوري خیریه هڅي کړيدي او د افغانستان تر بېوزلۍ لاندي ډېری وګړي د خپلو شتمنو څخه د لاسنیوي هیله لري.