کور / علمي / برېښناليک د ارتباط تر ټولو غېرمحفوظه لاره ده

برېښناليک د ارتباط تر ټولو غېرمحفوظه لاره ده

د انټرنټ او زيرک موبايلونو په اوسنۍ زمانه کي د تماس نيولو او په ارتباط کي د پاته کېدلو لاري ډيري لنډي، آسانه او ارزانه سوي دي. د تماس نيولو يوه محبوبه او زياته استعمالېدونکې لاره د برېښناليک يا «ايمېل» لاره ده.

خو د برېښناليک له لاري تماس نيول هغه تر ټولو غېرمحفوظه لاره هم ده. دلته د حفاظت څخه مقصد د معلوماتو خونديتوب دی. معنی دا چي کله چي څوک د برېښناليک له لاري يو پيغام لېږي، نو د غېر مسؤلو کسانو له خوا د دغه پيغام لوستل نه يوازي دا چي ممکن بلکه تر زياتي اندازې آسانه کار دی.

تر دوو زيات کمپيوترونه ښکېل وي

کله چي د يو کمپيوتر يا زيرک تليفون څخه يو برېښناليک ولېږدول سي، نو دغه برېښناليک د دې څخه ترمخه چي د مقصود کس برېښناليک پوست بکس يا ادرس ته ورسيږي، اول تر ډيرو زياتو نورو سرور کمپيوترونو تيريږي او پکښي ثبتيږي.

په لنډه توګه ويلای سو چي د برېښناليک د لېږدولو او تر لاسه کولو له پاره صرف دوه کمپيوترونه (د لېږدونکي او تر لاسه کوونکي) نه وي فعاله بلکه د دغو کمپيوترونو شمېر ډېر زيات وي. که يو څوک د دغو بيلو سرور کمپيوترونو څخه يوه ته هم لاس رسی ولري او يا د دخيلو کومو دوو کمپيوترونو تر منځ د پيغام د لېږد کانال ته رسيدګي ولري، نو نه يوازي دا چي د لېږد پر لاره لا د پيغام کاپي د ځان سره ساتلای سي بلکه و مقصود کس او ادرس ته د رسېدو له مخي په متن کي تغيرات هم راوستلای سي.

يوه بله مهمه خبره دلته دا هم ده، چي کله چي يو څوک د برېښناليک له لاري پيغام تر لاسه کړي، نو په دې نه سي متيقين کېدلای، چي ايا په رشتيا هم د هغه کس له خوا لېږدول سوی دی، چي نوم او ادرس يې ليکلی که څنګه. معنی دا چي کېدای سي چي محمود د احمد د برېښناليک پتي څخه پيغام تر لاسه کړي، خو په اصل کي دغه پيغام د احمد له خوا نه وي ليکل سوی.

برېښناليک سرخلاصی پيغام دی

ايميل د پوستې د کارډ (Post Card) سره مقايسه کېدلای سي. پوست کارډونه په زياته بيا په سيلانيانو کي ډېر محبوبه وي. هغوی د هغه ځای څخه چيري چي استراحت يا سياحت پکښي کوي، داسي پوست کارډ خپلو دوستانو ته لېږي چي ورباندي د دغه استراحت يا سياحت ځای عکس يا منظره انځور سوې وي.

د پوست کارډونو پر يو اړخ يو عکس، منظره او يا بل کوم انځور وي او پر بل اړخ يې پيغام او د مقصود کس د پوستې ادرس ليکل سوی وي. دغه کارډ په کوم پاکټ کي نه وي پټ بلکه لوڅ لېږدول کيږي. په دې توګه سره تر منزل مقصود پوري تر سېدو هر هغه څوک چي دغه کارډ ته لاس رسی لري، ټول متن يې لوستلای سي. ولي چي دغه يو ډول « سرخلاصی پيغام» وي. برېښناليک هم تر يوې اندازې همداسي د يو «سرخلاصي پيغام» بڼه لري. ولي چي د لېږدونکي او ترلاسه کوونکي علاوه يې نور کسان هم لوستلای سي.

څه کول په کار دي؟

دا چي څه کول په کار دي، په دې پوري اړه لري، چي د يو چا له پاره خپل د پيغام محرموالی څومره مهم دی. که يو څوک په دې کي رۍ نه وهي چي پيغام يې ثبتيږي او لوستل کيږي، نو بيا کولای سي چي د عادت سره سم د برېښناليک کارونې ته ادامه ورکړي.

تر اليکترونيکي پيغام صرف نظر کول

خو هغه څوک چي ورته خپل د پيغام محرموالی مطرح او محبوب وي، نو د هغه له پاره تر ټولو بهترينه لاره دا ده، چي د په لاس ليکلو خطونو يا ليکونو له لاري پيغام ولېږدوي. په اوسني وخت کي د په لاس ليکل سوي يا په غېر اليکترونيکي ټايپينګ ماشين ټايپ سوي پيغامونه، د پيغام لېږلو هغه تر ټولو محرمه او خوندي لاره ده.

د پيغام اليکترونيکي قلفول (encryption)

د دې له پاره چي هر نامي کس او کمپيوتري قلف ماتونکی د چا پيغامونو ته لاس رسی پيدا نه کړي، پيغام لېږونکی کولای سي چي خپل پيغام encrypt يا قلف کړي. دغه کار تر يوې اندازې پوري د موضوع په تړاو د ځان پوهولو او نوو څيزونو د زدکولو ته اړتيا لري.

دا چي څوک خپل پيغامونه څنګه encrypt يا قلف کولای سي، په هکله يې په ګوګل يا يوټيوب کي تر GPG يا encrypting email تر عنوانونو لاندي لټون کولای سئ. په زياته بيا په يوټيوب کي په دې تړاو ډيري په زړه پوري درسي ويډيوګاني مجوده دي. البته دغه ټولي په انګليسي او نورو لوېديځو ژبو دي. د بېلګي په توګه لاندنۍ ويډيووي پر دغه موضوع راڅرخي:

د يوټيوب لومړی لينک

د يوټيوب دويم لينک

که څه چي د غېر مسؤلو کسانو له خوا د GPG قلف سوو پيغامونو لوستل زښت زيات مشکله کار دی، خو ښايي د بعضو پياوړو استخباراتو سره بيا هم د دغو پيغامونو د قلف ماتولو ميتودونه موجوده وي.

په زیاته بيا هغه کسان چي د استخباراتو څخه خپل پيغامونه پټول غواړي، که د encryption يا قلف کولو څخه کار واخلي، ښايي په لا زياته اندازه د استخباراتو پام ځان ته واړوي. ښايي استخبارات تر پخوا زیات دغه کس او د هغه پيغامونو ته متوجه سي. هغه په دې دليل چي وايي به: «دا چي پيغامونه قلفوي، نو خامخا به د راز و نياز کوم مهم ټکي پکښې وي.»

د پخوانيو تېروتونو راګرځول

که يو چا يو وخت د برېښناليک له لاري خپل کوم مهم پاس ورډونه يا شفرونه لېږدولي وي، نو بهتره به وي چي اوس دغه ټول له سره بدل کړي. خو د دې وروسته بيا هيڅکله دغه پاس ورډونه يا شفرونه د برېښناليک يا ورته اليکترونيکي پیغام لېږلو له لاري نه واستوي او نه يې هم په خپل کمپيوټر يا موبايل کي په کوم فايل کي ثبت کړي.

يو ښه او قوي پاسورډ يا شفر بايد حد اقل ۱۲ نخښي ولري. د نخښو څخه مقصد دا چي بايد يوازي د الفبا توري نه بلکه بايد چي دغه شفر د اعدادو (1234567890)، نخښو او علامو (!“§$%&{/[]}=#+~<>|µ)

او تورو (AaBbCcDd…) څخه جوړ سوی يو مرکب وي. پاسورډ بايد چي داسي يو لغت يا د لغتونو مرکب نه واوسي چي هغه په کوم قاموس يا ډکشنري کي موندل کېدلای سي. په همدې راز د خپل تليفون شمېره، د ږېږېدني نېټه، د ښار يا کلي نوم، د پلار نوم او ورته څيزونه هم بايد چي د پاسورډ برخه نه وي.

تر ټولو مهمه خبره

د خپلو محرمو معلوماتو د خوندي کولو او خوندي ساتلو له پاره لاري ډيري زياتي دي. بعضي يې مشکله بعضي يې آسانه، بعضي يې تر زياتي اندازې بريالۍ او بعضي يې بې ګټي دي. خو يوه خبره چي بايد په اوسنۍ زمانه کي يې هر څوک په ذهن کي وساتي هغه دا حقيقت دی، چي مطلق محرموالی په زياته بيا د اليکترونيکي او انټرنټي لارو څخه یو ناممکن کار دی.

هغه څوک چي تليفون، موبايل، انټرنټ، مخابره او ورته وسيلې د تماس نيونې له پاره په کار اچوي، بايد په دې پوره ډاده واوسي چي ټول تماس او ارتباط يې يو خلاص کتاب دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ