کور / تازه خبرونه / په اروزګان کي نښتي او دچارچینو د ولسوال وژل کیدل

په اروزګان کي نښتي او دچارچینو د ولسوال وژل کیدل

د ارزګان د چارچينو ولسوال په يوه بمي چاودنه کي وژل سوی دی.
د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب ويلي، چي د چارچينو ولسوال نن سهار ۸ بجې له کور څخه دفتر ته پر لاري وو، چي د سړک غاړي ماين پرې وچاودېد چي ولسوال يې وواژه او د هغه يو ملګری يې ټپي کړ.
دهمدی سره سم نموړي وايي چي د ارزګان نژدې ټولي ولسوالۍ له ۴ ورځو راهيسي د وسله والو طالبانو تر سختو حملو لاندي دي. چي د ارزګان په مرکز ترينکوټ، خاص ارزګان، دهراود، چنارتو، او چارچينو ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو چاڼېز عمليات روان دي.
دنایاب په خبره په دغو جګړو کي ۱۱۲ وسله وال وژل سوي او ۴۶ ټپيان سوي دي او له پوليسو څخه ۷ تنه وژل سوي او ۷ تنه ټپيان دي.