کور / تازه خبرونه / په چارسده کې بريد شوى

په چارسده کې بريد شوى

پېښور:د خیبرپښتونخوا د چار سدې په سیمه کې د یو جومات امام په یو بل جومات کې ځانمرګی برید ترسره کړ.د چارسدې د شبقدر د تاڼې د پولیسو مشر ولایت شاه خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه د سارو کلا په سیمه کې د وسله والو د شتون په اړه پولیسو ته یو راپور راغې.پولیسو د وسله والو د نیولو په خاطر په عملیاتو پیل وکړ. د وسله والو نه یو تن چې پخپله د یو جومات امام وو د پولیسو نه د تیښتې پر مهال یو جومات ته ننوت او د ځان پورې چاودیدونکي توکي وچول.نوموړي وویل چې چاودنه د ماسخوتن د لمانځه پر مهال رامنځته شوه . په چاودنه کې پخپله برید کوونکی مړ او ۴ تنه لمونځ کوونکي ټپیان شول.د پولیسو مشر وویل چې ځانمرګی برید کوونکی چې قاري نعیم نومیده پخپله هم د یو بل جومات امام وو.پولیسو ویلي دي چې نعیم الله عرف مشتاق چې په قاري نعیم مشهور وو د پولیسو سره یي یو زیات شمیر کسیونه درلودل.د پیښې د ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ندی. پولیسو د پیښې په اړه په څیړونو پیل کړی دی .