کور / تازه خبرونه / امان الله نصرت د افغاني ښونځيو د شورا د رييس وټاکل شو

امان الله نصرت د افغاني ښونځيو د شورا د رييس وټاکل شو

پېښور:د روان کال د مۍ د مياشتې په لسم او يوولسم تاريخ په پاکستان کې د افغاني ښونځيو د مديرانو د شورا د رياست ټاکنې د نوموړې شورا د اساسنامې له اصولو او حکمونو سره سمې په درې حوزو کې ترسره شوې چې د ١٠٦ ښوونځيو مديرانو اومسئولينو پکې برخه واخيسته ٠د رايو اچولو په نتيجه کې چې د ټاکنو د انتخاب شوي کميسون له مشرۍ لاندې ترسره شوې امان الله نصرت د ٦٣ رايو په اخيستلو بريالې او مخالف اميدوار نورحبيب حبيب د٤٢ رايو په اخيستلو له ماتې سره مخ شو او ١ رايه د ټاکنو د کميسون له خوا باطله اعلان شوه