کور / نثر / يوه سهوه، چي بايد اصلاح سي

يوه سهوه، چي بايد اصلاح سي

​د ١٣٩٣ش کال په اواخرو کي مي د لوى استاد پوهاند حبيبي شعري کليات سره راټول او چاپ کړل. د کلياتو له پاره د شعرونو راټولولو څو کلونه په بر کي ونيول، د بېلابېلو مجلو، اخبارونو او کتابونو څخه مي د علامه حبيبي پښتو و دري شعرونه سره يو ځاى او وروسته مي د يوې کوچنۍ مقدمې سره چاپ او خپاره کړل.
​د کليات لومړۍ برخه پښتو ده، چي د علامه حبيبي د متفرقو اشعارو تر څنګ د هغه يوه پخوانۍ شعري مجموعه (ملي پسرلى) هم پکښي چاپ سوېده. د پښتو متفرقاتو په آخر کي يو شعر خپور سوى دئ، چي عنوان ئې (سره وبا) دئ. ياد شعر د کليات په (١٥٤ – ١٥٦) مخونو کي خپور سوى او د سر بيت ئې داسي دئ:
چي ګډه په وطن سوه سره وبا کلي په کلي
د خداى مسلمانان ئې کړل تبا کلي په کلي
​شعر داسي ختم سوى دئ:
اې لويه قدير خدايه! دغه خواست مي ته قبول کړې
خلقيان د دې وطن کړې پوپنا کلي په کلي
​په ١٣٧٩ش کال (د علامه حبيبي د څېړنو مرکز) له خوا د علامه حبيبي دوې پارسي مجموعې په يوه وقايه کي د (درد دل و پيام عصر) تر نامه لاندې خپرې سوې. دغه کتاب د ښاغلي استاد حبيب الله رفيع په زيار چاپ او خپور سوى دئ، پر کتاب باندي د خپروونکي کوچنى يادښت راغلى دئ، ورپسې د ښاغلي پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ يو اووه مخيزه سريزه راغلې ده. پوهاند صاحب په سريزه کي د علامه حبيبي پر شعر او د دوى د ژوند پر بېلابېلو اړخونو په لنډ ډول ږغېدلى دئ، او د دوى په يادو شعري مجموعو کي ئې د مسلمان او افغان په باب د علامه حبيبي پر تاثراتو بحث کړى دئ. خپله سريزه ئې په پورتني شعر سره ختمه کړېده، او ليکلي ئې دي چي علامه مرحوم د ژوند په وروستيو کلونو کي د هيواد له حالاتو څخه متاثره وو او دغه تاثر ئې په خپل يوه پښتو شعر کي ښکاره کړى دئ، ورپسې ئې پورتنى ټول شعر رانقل کړى او ثبت کړى دئ.
​څنګه چي د کلياتو شعرونه له بېلابېلو مجلو، اخبارونو او کتابونو څخه راټول سوي دي، ما (روهيال) هم دغه شعر د علامه صاحب د نوموړي پارسي مجموعې له سريزي څخه را اخيستى او په کليات کي راوړى دئ.
​څو ورځي مخکي مي په علامه رشاد اکاډيمي کي د علامه رشاد مرحوم يوه خطي شعري مجموعه چي نوم ئې (د افغانستان بدي ورځي) وو کتله، د مطالعې په جريان کي پر دغه شعر (سره وبا) پېښ سوم چي د علامه رشاد په خپل خط په نوموړې مجموعه کي ثبت وو. د علامه صاحب ياده مجموعه په (١٣٧٣ش) په پېښور کي چاپ سوې ده، د (سره وبا) شعر د چاپي مجموعې په (٧ – ٩) مخونو کي راغلى دئ، دا چي چاپي مجموعه ئې ما (روهيال) تر اوسه ليدلې نه ده، نو ځکه د هغوى له دغه شعر سره هم مخامخ سوى نه وم.
​په هر صورت، د دې يادونه ضروري بولم چي دغه شعر (سره وبا) د علامه حبيبي نه بلکي د فاضل استاد پوهاند رشاد مرحوم دئ، دا چي ښاغلي پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ د کوم استناد له مخي علامه حبيبي ته منسوب کړى دئ، ما ته معلومه نه ده، څنګه چي ما دغه سهوه بيا تکرار کړه، د خپلو اسلافو او دواړو پوهانو له ارواوو څخه بخښنه غواړم، او د دغي کوچنۍ توضيح په توسط غواړم لومړى دغه بې ځايه انتساب اصلاح او ورپسې خپله سهوه ښکاره کړم، څو په راتلونکي کي کوم بل څوک د دغسي سهوي مرتکب نه سي.

نوى ښار – کندهار
٢١ ثور ١٣٩٤ش