کور / تازه خبرونه / د افغانستان په زړه کې د حملو لړۍ د سولې هیلې مړاوې کړې

د افغانستان په زړه کې د حملو لړۍ د سولې هیلې مړاوې کړې

انډیپینډینټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو مقاله لیکلې او په سرلیک کې یې وايي، طالبان د افغان حکومتي چارواکو سره ترلیدنې مخکې د مرګونو بریدونو په ترسره کولو خپل زور څرګندوي.

ورځپاڼه په کابل کې وروستیو پرلپسې بریدونو یادونه کوي او بیا وايي، د افغانستان په زړه کې د بریدونو دې لړۍ هغه هیلې مړاوې کړې چې د سولې په ټپه دریدلې حالت د ژرپای ته رسیدو په اړه پیدا شوې وې.

انډیپینډینټ وړاندې لیکي: کله چې د دې میاشت په سرکې د اشرف غني د حکومت استازو په قطرکې د وسله والو طالبانوله استازو سره غیرې رسمي خبرې وکړې، په افغانستان کې د سولې په اړه تمې زیاتې شوې.

ورځپاڼه د یو سیاسي څیړونکي هارون میرله خولې وايي، د طالبانو هدف دا دی چې ثابته کړي دوی اوس هم پیاوړي دي او کولای شي د هېواد په هرګوټ کې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې بریدونه ترسره کړي.

د کړکېچ د نړېوالې ډلې یو څیړونکي ګریم سمیټ د انډیپینډینټ ورځپاڼې ته ویلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدو ولسمشرغني چې له طالبانو سره د سولې د خبرو پلوي دی، له ستونزمن وضیعت سره مخ کړي.

د ښاغلي سمیت په وینا، د ولسمشرغني شااوخوا ډله د تاوتریخوالي د زیاتیدو سربیره هم له وسله والوطالبانو سره د سولې خبرو ته ژمنه ده، خو د ملي یووالي په حکومت کې د نوموړي یوشمېرشریکان د سولې له پروسې سره ډیر خوښ نه دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په افغانستان کې د بریدونو د زیاتیدو په اړه یو لیکنه کړې او په پیل کې یې وايي، د امریکا د کلونو پانګوونې او روزنې سربیره هم د عراق او افغانستان امنیتي ځواکونه له ستونزمن وضیعت سره مخ دي.

لیکوال د دې لیکنې په هغه برخه کې چې د افغانستان په اړه ده وايي، کله هم چې واورې ویلي شي په افغانستان کې د طالبانو بریدونه د هرکال خبره ده. خو داچې سږکال د دوی په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د جنګیدو مسولیت یوازې د افغان ځواکونو پرغاړه دی نو سږکال د پاملرنې وړدی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه، د اتلانتیک په شورا کې د څیړونکي کلاوډ راکېسیټ له خولې وايي، د بهرنیو ځواکونوله وتلو وروسته په افغانستان کې د رامنځ ته شوې امنیتي خلا پرمهال د طالبانو له خوا راپورته شوې وروستۍ ستونزې ډیرې حیرانونکي نه دي.

د یو بل تحقیقي مرکزڅیړونکي میشل کوګلمین د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، طالبان یو داسې ځواک دی چې حساب پرې کېدای شي، خو له وروستیو بریدونو څخه یې باید داسې وا نه نګیرل شي چې ګوندې دا ډله به بیرته کابل کې واک ته ورسیږي.