کور / تازه خبرونه / آیا د ملي تفاهم سند له پاکستان سره په غلا لاسلیک شوی؟

آیا د ملي تفاهم سند له پاکستان سره په غلا لاسلیک شوی؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې یوځل بیا له پاکستان سره لاسلیک شوي استخباراتي سند او په کابل کې وروستیو ناامنیو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې آیا د ملي تفاهم سند له پاکستان سره په غلا لاسلیک شوی دی؟

په سرمقاله کې راغلي چې ضمیر لرونکي او وجدان لرونکي چارواکي او د ملي شورا غړي باید دا سند لغو کړي او یا هم پر ولسمشر او نورو چارواکو فشار راولي چې لغو یې کړي.

د سرمقالې لیکوال بیا په یوه برخه کې ویلي چې دا سند به د ولس د یووالي او د ستونزو په وړاندې د همغږي کېدو لامل شي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې د ملي امنیت د پخوانیو مشرانو امرالله صالح او اسدالله خالد نظرونه راخیستي چې ویلې یې دي؛ په خپل وخت کې مو له آی.ایس.آی سره هېڅ ډول معامله نه ده کړې.

په مطلب کې راغلي، که له آی.ایس.آی سره پټه معامله شوي وي؛ دا د ملي امنیت هغو سرتېرو ته بې احترامي ده چې قربانۍ یې ورکړي دي.

په مطلب کې د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح په حواله ویل شوي چې هغه اوازې بې بنسټه دي چې ویل کیږي پخوا هم داسې سندونه لا آی.ایس.آی سره لاسلیک شوي دي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې د کابل د انتحار ورځې.

په دې مطلب کې د عدلیې وزارت د موټرو په تم ځای کې پرونۍ حملې ته اشاره شوې او ویل شوي چې دا حمله هغه مهال وشوه چې د عدلیې وزارت کارکوونکو غوښتل په موټرو کې سپاره او کورونو ته ولاړ شي.

ورځپاڼې لیکلي چې په دې وروستیو کې دا څویمه حمله ده چې په کابل کې کیږي او دې پیښو خلک اندیښمن کړي دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي؛ ټروریزم او افراطیت د سیمې د بې ثباتۍ او ناامنۍ لامل کیږي.

په مطلب کې د ښاغلي علومي او د هغه د روسي سیال پرونې خبرې راخیستل شوي چې ویلي یې دي؛ روسیه حاضره ده چې له افغانستان سره د امنیت په ټینګښت او د سرتېرو په روزنه کې مرسته وکړي.