کور / تازه خبرونه / کندهار: د امنتي پيښو پرمهال ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل

کندهار: د امنتي پيښو پرمهال ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل

د کندهار په معروف ولسوالۍ کي د ماين يوې چاودني يو کس وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د کندهار د امنيه قومانداني وياند ضياء درانی وايي چي تېر ماښام ماين چاودنه د ملکي کسانو پر موټرسيکل سوې.
ضياء درانی وايي چي تېره شپه وسله والو مخالفينو د ميانشين ولسوالۍ پر امنتي پوستو وسله والو حمله کړې او پرمهال يې يو پوليس ټپی سوی، څلور وسله وال وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي.
تر اوسه د يادو پيښو په اړه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي