کور / تازه خبرونه / کندهار: په طب پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام پیلیږي

کندهار: په طب پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام پیلیږي

په کندهار کې چارواکي وايي چې په راتلوونکو دریو میاشتو کې د دغه ولایت په طب پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام پیل شي. دغه کار په علمي برخه کې د ټول افغانستان او په خاص ډول د کندهار لپاره مهم او ارزښتاک بلل کیږي.د ماسترۍ دغه پروګرام د امریکا د پراختیايي ادارې په مالي مرسته پلی کیږي.

د کندهار د پوهنتون مشر حضرت میر توتاخیل وايي”موږ د پوهنتون د ملاتړ او بشري ځواک د پراختیا پروګرام، په نامه له یوې امریکايي ادارې سره تړون کړی چې د امریکا یو معتبر پوهنتون به د کندهار د طب پوهنځي د ماسترۍ د پروګرام نصاب جوړوي.”

ښاغلی توتاخیل وايي چې په راتلوونکي کې به د پوهنتون په نورو پوهنځیو کې هم د ماسترۍ دا ډول پروګرامونه پیلوي

د کندهار د طب پوهنځي مشر ډاکتر ولي محمد ویاړ وايي د ماسټرۍ د نوي پروګرام په پېلېدو او شپړېدو سره به په طبي برخې کې متخصصین لا زیات شي.

دی وايي کندهار په افغانستان کې لمړنی پوهنتون دی چې د امریکا په ملاتړ داسې یو پروګرام پیلوي” کابل طبي پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام خارجي ملاتړ او حمايه نلري او موږ یې لرو، د افغانستان څخه د باندي به د یوه معتبر او منلي پوهنتون په حیث فارغین په سیمه او نړۍ کې د کار ښه موقع ولري.”

د ماسترۍ دغه پروګرام وړیا دی او د ټول افغانستان د طب پوهنځي محصلین په کې د زده کړې چانس لري. په دغه پروګرام کې به د افغان استادانو ترڅنګ یو شمېر بهرني ښوونکي له امریکا څخه د انټرنټ له لارې لکچر او درس ورکوي.

د پوهنتون دملاتړ او کاري ځواک پروګرام

د “یو ایس ډبلیو ډي پي” یا د پوهنتون د ملاتړ او کاري ځواک د پراختیا پروګرام تېر کال په افغانستان کې پیل شوی دی.

د امریکا پراختیايي اداره یو اس آی ډي، پر دغې پروژې ۹۲ میلیونه ډالره لګوي چې، د افغانستان د لوړو زده کړو اداري او علمي معیار لوړ کړي