کور / سياسي / په افغانستان کې د مدیریت بحران

په افغانستان کې د مدیریت بحران

په افغانستان کې د مدیریت بحران
مدیریت؛ په لنډې مودې کې موخې ته رسیدو او د انساني او مادي ځواک همغږي کولو ته وایې. موخه، سرچینه او اغیزمنتیا د ادارې او مدیریت له مهمو عناصرو څخه شمیرل کیږي. په یوه سالمه اداره کې د تخصص، په امر کولو کې د یووالي، د څارنې، د واک او مسولیت، د انډول، تیرېدنې، او د ګټورتوب اصل یې؛ مهم اصول بلل کیږي. مدیر هم د اداره کوونکي او لارښود په معنی دی او په اصطلاح کې هغه چا ته ویل کیږي چې د خپل کاري ټیم د کړنو مسولیت په غاړه لري او پلان جوړول، د چارو تنظیمول، ګمارنه، لارښوونه او کنټرول یې په مهمو دندو کې؛ راځي.
مدیرت په دریو برخو کې د بحث وړ دی:
۱ــ عالي یا ستراتیژیک مدیریت؛ د دندو او هغه کاري چاپیریال چې په کې یو مدیر اړوندې چارې ترسره کوي؛ تشخیص او پيژندنې ته عالي یا ستراتیژیک مدیریت وایې او دغه ډول یې د یو شرکت یا کمپنۍ د اوږدمهالو موخو د رسیدو لپاره کار کوي.
۲ــ منځمهالی یا تاکتیکي مدیریت؛ د پلان جوړونې له تدبیر او تصمیم نیونې؛ او دیو کار د ښه ترسره کولو او کنټرول سره اړیکه لري.
۳ــ د ټیټې کچې مدیریت؛ دا ډول مدیریت په مستقیمه توګه د کارکوونو د فعالیت کنټرول او پلان جوړونه په غاړه لري څو د لوړې کچې دندې سره سمون وخوري.
اوس راځو افغانستان ته چې په لوړه کچه د یو سالم او پیاوړي مدیریت له نه شتون څخه کړیږي. په دغه هیواد کې له لوړ څخه تر ټیټې کچې مدیریت؛ له بحران سره مخامخ دی. په دې هیواد کې نا سالم مدیریت او نه هم مسلکي او وړ مدیر. که چیرې د ختیځ او لویدیځ وړ او مسلکي مدیران راشي چې دغلته سالم مدیریت وکړي نو لومړی خو د افغان او افغانستان څخه دقیقه پیژندنه نه لري او بیا د افغانستان له تاریخ، قوانینو، لوایحو، مقرراتو، افغاني ارزښتونو او په ټوله کې له افغاني سیستم سره بلد نه وي. هغه څه یې چې په ختیځو او لویدیځو هیوادونو کې ویلي وي؛ غواړي دلته یې پلي کړي وروسته بیا له یو فاسد زاړه سیستم، له عجیبو او نااشنا تشکیلاتو او بلاخره د یوې سالمې ادارې د اصولو د نه شتون سره مخامخ کیږي. او که چیري سیستم او ساختار اصلاح کړي او ځانګړي او د اړتیا وړ تشکیلات په اداره کې رامنځته کړي؛ بیا نو د کارکوونکو او منځمهالو او ټیټ مهالو مدیرانو له توند غبرګون سره مخامخ کیږي او د کار په اخر کې له دندې ګوښه او پر ځاي یې داسې یو کس معرفي کیږي چې د مدیر او مدیریت له نامه سره اصلا هیڅ پیژندګلوي نه لري چې په پایله کې سیستم بیخي فاسد او په ټپه دروي.
د افغانستان په خصوصي او دولتي اداراتو کې په غوڅ اکثریت د یو سالم مدیریت اصول اصلا شتون نه لري. د تخصص اصل ته اصلا هیڅ پاملرنه نه کیږي. داسې یو څوک مدیر یا هم ریس ټاکل کیږي چې د ښوونځي له شپږم او یا اووم ټولګي څخه فارغ وي او د یو مدیر او ریس په توګه د یوې ورځې کاري تجربه هم ونه لري. ډیری دا ډول مدیران او ریسان د قوم، اړیکو، پیسو، مذهب او ژبنیو مسایلو پر اساس په دغو پوستونو ګمارل کیږي. هغه کسان یې چې لوړې زده کړې هم لري؛ خو د مدیریت او ادارې په برخه کې یې درس نه وي ویلی، نه په عملي او نه هم په تیوري بڼه باندې پوهیږي، د یووالي اصل یې په امر کولو کې شتون نه لري، مرستیال د وزیر امر نه مني، ریس د مرستیال امر نه مني، یو مدیر د لویدیځ او بل د ختیځ خبرې کوي، هیڅ یو د بل لاسلیکونه نه مني او یو و بل په اداري او اخلاقي فساد تورنوي، د انډول اصل يې په کارونو کې شتون نه لري، هم په دولتي او هم په خصوصي اداراتو کې هیڅ کس یې هیڅ کار نه کوي او یا هم ټوله ورځ درې یا څلور ساعته کار کوي او سل زره افغانۍ به یې میاشتنۍ تنخواه وي لاکن بل کس چې په ورځ کې له اتو تر دولسو ساعتو کار کوي؛ اته یا لس زره افغانۍ میاشتنۍ تنخواه اخلي او د لومړي کس په نسبت یې د کار ا غیزمنتیا هم زیاته وي.
دلته په دولتي او خصوصي اداراتو کې مسولیت شته خو صلاحیت یې په صفر کې ضرب وي، ټول د ملي یووالي تش په نامه سمبول دي، په دولتي او خصوصي اداراتو کې یو مدیر؛ ستراتیژیک، منځمهاله او لنډمهاله پلان نه لري او نه څوک ورڅخه پوښتنه کوي. ډیری دا مدیران د اړیکو، پیسو، قومي، ژبني، او مذهبي مسایلو پر اساس په ادارتو کې په کار ګمارل کیږي، وړتیا، لوړې زده کړې، تجربه او پلان نه لري یوازې خبرې کوي او شعار ورکوي، مدیر نه څيړنه کوي او نه هم په اداره او کارکوونکو باندې کنټرول لري یوازې خپله څوکۍ او تنخواه ساتونکی وي، په ادارتو کې د کار ویش قطعا شتون نه لري، یو کس ټول کارونه کوي یعنې هم پالیسي جوړوي او هم یې پلې کوي او خپله هم په طب، انجینري، فارمسې، حقوق او سیاسي علوم، کرهنه او مالداري، اقتصاد، شرعیات، ساینس، تاریخ، ټولنیز علوم، فلسفه، ژورنالیزم، انسان پیژندنه، ساختماني او داسې په لسګونو نورو برخو کې ځانته متخصص وایې او دا حق ځانته ورکوي چې له رښتینو متخصیصینو څخه په اړوندو برخو کې ازموینه واخلي.
په افغانستان کې د مدیریت او رهبریت بله ستونزه دا ده چې مونږ تل په دې ټینګار کوو چې مدیران مو تل په ختیځو او یا لویدیځو هیوادونو کې درس ووایو او په دې بیا خوشحاله یو چې فلاني خان له فلاني نړیوال پوهنتون نه ماسټري او دوکتورا واخیستهاو بیا ېې ډير په بیړه، غیر منطقي، غیر عقلاني او احساساتي بڼه باندې په لوړو پوسټونو په کار ګمارو لاکن له دې غافله یو چې مدیریت لومړی هنر دی او بیا فن دی. بله مهمه خبره دا چي کاري تجربه یو شرط دی او بلاخیره دا چې کله هم تاسې یو مدیر په یوه اداره کې په کار ګمارۍ نو لومړی خو باید د افغانستان له اداراتو او مقرراتو څخه دقیقه پیژندګلوي ولري، د هیواد له داخلي قوانینو او پالیسیو خبر وي، په اداري حقوقو پوه وي، په یوه اداره کې د بیلابیلو انسانانو له چال چلند څخه خبر ولري او په ټوله کې له افغان او افغانیت سره پوره اشنا وي، له پورته یادو وړتیا له درلودو پرته له سقوط او ماتې سره مخامخ کیږي. زمونږه لویه ستونزه همدا ده چې تل خیتځ پال او لویدیځ پال یو. په تیرو څوارلسو کالو کې مو ولیدل؛ هغه ماشیني ډاکټران، ماسټران او متخصصین چې له لویدیځ او خیتځ څخه افغانستان ته راغلل، دوي له چور او چپاول، د بیلډینګونو اخیستل، د ځمکو غصب، او پردي پالنې څخه پرته نور هیڅ کار ونکړ او د افغانستان په معاصر تاریخ کې د بې کفایته، بې ظرفیته ، بډې اخیستونکي او په ټوله کې د ناکامو مدیرانو په توګه ثبت شول؛ ځکه دوي په لویدیځ او خیتځ کې ډاکتران او ماسټران ول نه په افغانستان کې. دوي د افغانستان د اساسي قانون، د کار قانون، د جزا قانون، مقرراتو او لوایحو، افغاني ارزښتونو، د هیواد تاریخ، دود او دستور سره اصلا هیڅ بلد نه و او غوښتل یې چې د ختیځ او لویدیځ تیوري ګانې دلته په افغانستان کې پلي کړي لاکن دا یې هیر کړي و چې دا افغانستان دی نه اروپا. اوس که چیرې راشو چې د ویو سالم مدیریت فضا رامنځته کړو باید دا لاندې څو ټکي په نظر کې ونیسو:
۱ــ د قانون په رڼا کې د یو منظم، فعال، نوي او ځواب ورکوونکي سیستم رامنځته کول
۲ــ په تشکیلاتو کې د اصلاحاتو راوستل؛ په دې معنا چې دندې د وړ اشخاصو تر منځ وویشل شي، د هر چا صلاحیت او مسولیت معلوم او وټاکل شي او د ادارې په بیلابیلو برخو کې سالمې او ټینګې اړیکې رامنځته کول
۳ــ په اداراتو کې د وړ، تجربه لرونکي، فعال، پلان لرونکي او مسلکي مدیرانو ګمارل البته د کاري تجربې، دقیق پلان، کاري وړتیا، سالمې رهبرۍ، دقیقې څيړنې او د قوانینو او دود دستور په هکله دده د پوهې پر اساس؛ نه د تحصیلي اسنادو پر بنسټ
۴ــ مدیرانو ته په کاري چاپیریال کې د صلاحیت په اندازه د مسولیت ورکول
۵ــ په بیلابیلو پوسټونو کې د افرادو او اشخاصو د ګمارنې لپاره د قانون په رڼا کې د یو ځانګړي، روښانه او واضیح میکانیزم رامنځته کول
۶ــ د کړنو او فعالیتونو دقیقه، دوامداره او سیستماتیکه څيړنه او نظارت
۷ــ د راپور ورکولو فضا رامنځته کول
د دغه پورته ټولو یادو شویو مواردو د عملي کولو پر اساس کولای شو چې په هیواد کې د مدیریت له یاد بحران څخه خلاصون پیدا کړو.