کور / سياسي / ملي ارزښتونه او د چارواکو لوبه

ملي ارزښتونه او د چارواکو لوبه

زموږ د هېواد روانو حالاتو ته په کتو سره تر ټولو دردونکې خبره دا ده چې، زموږ ځينې بنسټونه بيخي له منځه ولاړل. د معنويت او ارزښتونو پر وړاندې داسې څه وسول چې، هر څه يې له منځه يوړل. بدبختانه بايد ووايم چې پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي د حکومت په موده کې په دې هېواد کې د فساد داسې تخمونه وکرل سول چې له منځه وړل به يې کلونه وخت واخلي.
ددې هېواد هغه بنسټونه چې د هېواد ژغورنې ملي مسؤليت يې بايد ترسره کړی وای تخريب او ويجاړ سول.
چې په لومړي سر کې رسنۍ راځي، رسنۍ د يو هېواد او ټولنې څارګر بنسټ بلل کيږي، رښتيني رسنۍ هېواد د پرمختګ پر لور بيايي او کاږه چارواکي لارې ته سموي، د ولس د زړونو ترجماني کوي، حقيقتونه راسپړي، له ډول ډول رازونو پرده پورته کوي او بالاخره په فساد روږدې چارواکي چې يو ځل يې فساد رسنيز سي بيا په ژوند فساد ته زړه نه ښه کوي او که کوي يې هم په ډېر تکليف او ستونزه.
له بده مرغه زموږ په هېواد او په ځانګړي ډول د ښاغلي کرزي په حکومت کې رسنۍ درباري سوې، هر چا ځانته رسنۍ جوړې کړې، د پارلمان له وکيله واخله تر والي، ښاروال او زورواکي پورې، هر چا ته اجازه ورکول سوه چې خپله رسنۍ جوړه کړي او خپلې منفي کړنې پرې پټي کړي، پر خپل ظلم او فساد پرده واچوي.
دغه کار په هلمند کې هم ترسره سو، ډېر داسې واليان راغلل چې دولتي او شخصي رسنۍ يې خپل شخصي ملکيت وګرځاوه، ځان ته به يې په رسنيو برآت ورکاوه، له دې ډلې په دې وروستيو کې يو هم د خاور په نوم سيمه ييز تلويزيون دی چې د کابل خاور تلويزيون څانګه ده خو نشرات او خپرونې يې سيمه ييزې دي، فقط د ښاروالۍ پر منفي کړنو پرده اچوي د دوی په خوښه تبليغات کوي، د غصب سويو ځمکو په اړه دروغجن اسناد وړاندې کوي او د خلکو سترګو کې خاورې شيندي چې نه ځمکې غصب سوي دي او نه چارواکي ظالمان دي، همدې يوه خبره باندې د خلکو ټولې نيوکې رد کړي چې دا ماسټر پلان دی بايد پلی او عملي سي.
دا تلويزيون د هلمند د ښاروال لخوا جوړ سوی دی، حتی مېلمانه ورته د ښاروال په خوښه او غوښتنه رابلل کيږي، رښتيني ځوانان چې د ولس رښتينی اواز پورته کول غواړي په دغه تلويزيون کې پرې بنديز دی، چې ښه مثال يې د هلمند مدني ټولنې دی، نه د هلمند مدني ټولنې خبر اخلي او نه هم ددې ټولنې کوم غړی هلته مېلمه کوي، ځکه چې هلمند مدني ټولنې هر غړی د پاک نفس او وېښ وجدان څښتن دی او حقيقت ترې وېل کيږي.
ددې ترڅنګ يو شمېر نورې رسنۍ هم درباري سوي دي، د دولتي چارواکو تر تاثير لاندې دي، زه د اطلاعات او کلتور وزارت باندې ږغ کووم چې پاکې او ناپاکې رسنۍ دې ولس ته وروپېژني، که د اطلاعات او کلتور وزارت دا کار ونه کړي نو هلمند مدني ټولنه به ولس ته په ډاګه کړي چې هلمند کې پاکې او ناپاکې رسنۍ کومې دي.
دويم بنسټ چې بدنام سو، ممکن په نورو ولايتونو کې هم داسې پېښې سوي وي مدني ټولنې دي، نږدې درې کاله وړاندې هلمند مدني ټولنه جوړه سوه، د دولت د هرې منفي کړنې پر وړاندې يې خپل اواز پورته کړ او د دولت د هرې مثبت ګام ملاتړ يې وکړ، په دې وروستيو کې چې ځايي دولتي چارواکي تر څټه پورې په فساد کې ښکېل سول نو د خپل برآت لپاره يې مدني ټولنې جوړې کړې، چې هره ورځ د دولتي چارواکو په دربار راټول وي او د هغوی د ناپاکو کړنو دفاع کوي، دا بنسټ هم دولتي چارواکو بدنام کړ او د ځينو ناپوهه ځوانانو پر احساساتو يې لوبې وکړې خو کاشکې چې زموږ ځوانان په دې ارزښت پوهېدلی چې يو وخت به تاريخ ته هر څه څرګنديږي، نن سبا انټرنټي زمانه ده هيڅ خبره او کړنه نه سي پټېدلی او خلک تر دې پورې رسېدلي چې د هر چا په حرکت يو څوک پوهېدلی سي.
بل پلو د څوکۍ خرڅولو دود دومره عام سو چې په ځوانانو کې هم د هېواد پرستۍ انګېزه ووژل سوه، هر څوک په دې فکر کې دی چې څنګه يوه داسې څوکۍ پيدا کړي چې ښې ډېرې پيسې پکې وي، غلا او فساد ته پکې ښه زمينه برابره وي.
له بده مرغه څوک چې يو پوسټ ته ټاکل کيږي او يا ورته ځان کانديدوي نو د مادي ګټې په فکر وي، که معنويت تر خاورو لاندې کيږي هم پروا نه کوي خو چې دی پکې پيسې پيدا کولی سي، غلا پکې کولی سي او خپل جېب ډکولی سي هماغه پوسټ او څوکۍ پسې زور او حملې وهي.
هلمند کې د دولتي مدني ټولنو بازار تر دې پورې ګرم دی چې ولس هم په دې پوهېدلی چې دولتي چارواکو مدني ټولنې جوړې کړې دي، نن يو شمېر قومي مشران د خپلو ستونزو او اواز پورته کېدو په موخه خپل کور هلمند مدني ټولنې ته راغلي و، جالبه دا وه د دوی له خولې مې واورېدل چې دولتي چارواکو د ځان د خلاصون او دفاع په موخه يو شمېر مدني ټولنې جوړې کړې دي.
دا د شرم ځای دی چې ځينې ځوانان پيدا کيږي او د دولتي چارواکو په اشاره مدني بنسټونه بدناموي.
زه پر ځوانانو ږغ کووم چې ميدان ته دې راووځي د دولتي چارواکو په ناروا او منفي اشارو دې نه تېروځي، دا کار پرته له تاوان کومه ګټه نه کوي، يو وخت به ددې ولس راتلونکی نسل په دې اړه قضاوت کوي، راځئ، ولس، تاريخ او ټولنې ته خپل رښتينی مسؤليت ترسره کړئ، دومره څه خو بايد ددې ولس لپاره وکړئ چې خپل وجدان ته سړی ځواب ولري او هيڅ وخت خجالت نه سي.