کور / سياسي / پګواش غونډه؛ په زور ازموینې د ډیپلوماسي بریا

پګواش غونډه؛ په زور ازموینې د ډیپلوماسي بریا

مخينه

د پګواش کانفرانس په دوحه کې او دیته ورته کانفرانسونه په دې موخه جوړيږي چې د مخالفو جهتونو ترمنځ د دښمنۍ فاصلې کمې او خپلمنځي اختلافات او نظرونه د نورو په وړاندي ووايې.

له دي مخکې همدا ډول کانفرانس د جاپان د کیوټو ښار په دوشیشا پوهنتون کې په ۲۰۱۲ ز کال کې او له هغه وروسته ورته کانفرنس په فرانسه کې جوړ شو، مخکنیو کانفرانسونه ښه نتېجه درلودله، د طالبانو، اسلامي حزب، او افغان بېلابېلو ډلو استازو پکې ګډون کړی و، هڅه کېدله ؛ طالبانو او افغان سیاستوالو غوښتل چې دغه ډول کانفرانسونه دوام پيداکړي، ولي دهغه وخت افغان حکومت يې مخه ډب کړه، او په ترکمنستان کې يې ددغه ډول کانفرانسونو په لړ کې پلان شوې کانفرانس کې خپلو استازو ته د ګډون اجازه ورنه کړه، همهغه و چې د کانفرانسونو لړۍ ودریدله، او د ترکمنستان کانفرانس سبوتاژ شو.

په وروستیو وختونو کې پلان و چې په ملیزیا کې کانفرانس جوړ او طالبانو هم د ګډون ژمنه کړي وه، کله چې داشرف غني په مشري نوی حکومت راغی او له امریکا سره يې امنیتې تړون لاسلیک کړ، دهغه کانفرانس مخه ونیول شوه .

په کابل کې د جاپان سفارت له خوا هڅه روانه وه چې د خپلواکو افغانانو کانفرانس چې داسي کسان پکې ګډون وکړي چې د دولت او طالبانو دواړو لورو سره مشکل ونه لري، مګر د پاکستان سره د اشرف غني نږدې اړيکې او د سولې غولونکي لوبې دغه کانفرانس هم وځنډاو.

پګواش، ملګري ملتونه او طالبان

پګواش چې د امریکا او کاناډا هیوادونو ملاتړ يې له ځان سره درلود، د افغان حکومت تر تاثیر لاندي يې مشرتابه رانغی ، خپلو پرمختګونو ته يې ادامه ورکړه، که چيرته پګواش هم د افغان حکومت دخالت منلی وای، ممکن چې همدا کانفرانس هم په دوحه کې نه وای جوړ شوی.

درې میاشتې مخکې د روان کال په لومړۍ میاشت کې پګواش وتوانیدی چې د ملګرو ملتونو د لاري له طالبانو سره اړيکه ونیسي او ددغه ډول کانفرانس په اړه د طالبانو د ګډون ژمنه ترلاسه کړي.

له دي مخکې هم پګواش په دوبۍ کې په ۲۰۱۲ زکال کې ورته کانفرانس درلود، چې په هغه کانفرانس کې د ملامعتصم آغا جان ملګرو د طالبانو په نوم ګډون کړی و، نتیجه ځکه ورنه کړه چې پګواش د قطر د طالبانو سره اړیکه نه وه نیولي، همدا لامل و چې طالبانو نه غوښتل مخامخ له پګواش سره خبرې وکړي او يو ډول ګیله من و، مګر د ملګرو ملتونو په وساطت سره طالبانو له پګواش ادارې سره ومنله چې په کانفرانس کې به ګډون وکړي، داچې طالبان په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو له استازو سره په اړیکه کې دي، نوځکه خو پګواش د ملګرو ملتونو رول او مرسته وغوښته.

طالبان وایې چې غواړو خپل نظریات تر نړیوالو د بېلابېلو لارو ورسو، له همدې امله دغه ډول کانفرانسونو کې د ګډون کوم ممانعت نه لرو، که په ۲۰۱۲ ز کال کې پګواش ددې پرځای چې د طالبانو په نوم نور خلک دعوت کړي د طالبانو له استازو سره په قطر کې اړېکه نیولای وای، ممکن په هغه کانفرنس کې يې هم د شرایطو په لرلو سره ګډن کړی وای.

داچې پګواش تېر ځل تېروتنه کړي وه ، نو ځکه يې داځل د ملګرو ملتونو څخه په کانفرنس کې د طالبانو د ګډون مرسته غوښتې وه، همدا لامل و چې د طالبانو ډیری غوښتنې د پګواش مشرانو په پام کې ونیولي.

ولي پګواش کانفرانس په قطر کې؟

دا وار داسې پتېيل شوې وه چې پګواش کانفرانس په ترکیه کې جوړ شي. د دغو درېيو لاملونو له امله دا غونډه په ترکيه کې جوړه نه شوه:

· لومړي دا چې د طالبانو د ډېری غړو نومونه لا هم د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لېسټ کې دي.

· دوېم دا چې طالبانو غوښتل قطر ته يو ډول امتياز ورکړل شي.

· او درېيم داچې طالبانو غوښتل دغه تور چې دوی د پاکستان تر تاثیر لاندې دي، لري کړي. او هغه داسې چې قطر له پاکستان سره ښې او نږدې اړيکې نه لري؛ پر عکس ترکیه له پاکستان سره نږدې اړيکې لري. د همدې تور څخه د ځان ساتلو په موخه يې دېته ترجېح ورکړه چې کانفرانس په دوحه کې جوړ شي.

طالبانو بله غوښتنه چې پګواش ومنله هغه په کانفرانس کې په ځینو نومونو باندي د طالبانو توافق و. کانفرانس ته تر ډېره داسې کسان له کابل څخه تللي وو چې عملا يې د افغان حکومت استازیتوب نه شو کولای. معنا دا چې هلته هېچا د ګډ حکومت رسمي استازيتوب نه کاوه. بل لور ته بیا طالبانو د ملا شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو په استازیتوب په کانفرانس کې ګډون وکړ.

همدا ډول افغان حکومت هم وار وار وویل چې د حکومت او سولې شورا په استازېتوب هېچا ګډون نه دی کړی؛ بلکې په خپلواک ډول افغانانو په کې برخه اخيستې.

د معلومات له مخې د طالبانو دغه غوښتنه او د پګواش له خوا هوکړه د ګډ حکومت له پاره ننګونه وه. داسي راپورنه هم شته چې په لومړي ځل افغان حکومت وغوښتل چې په کانفرانس کې د ګډون له پاره چارواکو ته اجازه ورنه کړي، او له کابل څخه هغه کسان چې په حکومت کې دنده لري او يا د سولې شورا کې دنده لري اجازه ورنه کړي؛ ولي د بېلابېلو لاملونو له مخې -لکه چې مخکې مو وویل- پګواش د امریکا او کاناډا او ملګرو ملتونو ملاتړ له ځان سره درلود. افغان حکومت مجبور و چې په کانفرانس کې له کابل څخه تلونکو افغانانو مخنیوی ونه کړي او خپلې اړيکې د پخواني ولسمشر په ډول له یادو ادارو او هېوادونو سره خرابې نه کړي.

يوه مهمه خبره دا هم ده چې دغه ډول نړیوال کانفرانسونه پرته د امریکا له خوښې نه جوړېږي؛ ځکه ګډ حکومت مجبور وو چې مخالفت يې ونه کړي.

دولسمشر نارضایتي او مجبوریت

ویل کیږې چې ولسمشر غني په دوحه کې د کانفرانس له جوړیدو، او هلته د افغانانو ګډون په خپلو اک ډول په داسي حال کې چې د افغان حکومت په استازیتوب به چاته اجازه نه ورکول کیږي ډیر په غصه کړی و، ولي د مجبوریتونو له امله يې د دغه کانفرانس مخه ونه نیوله، او ځينې راپورونه دادي چې ولسمشر غني په قطر هیواد کې د پګواش کانفرانس پر ځای په ترکیه کې ددي کانفرانس د جوړیدو پلوی و، ځينې څیړونکي په دي باور دي چې کیدای شي په راتلونکې کې د پخواني ولسمشر کرزي په څیر ددغسي کانفرانسونو د جوړښت مخنیوي په بېلابېلو پلمو سره وشي.

ځینې شنونکې په دي نظر هم دي چې د ګډ حکومت په اجنډا کې ممکن د رښتونې سولې له پاره کومه تګلاره نه وي، او دغه ډول کانفرانسونه رښتونې سولې ته لاره هوارولی شي.

داسي راپورونه هم ورکول شوي چې د پګواش لومړۍ اجنډا او د نومونو لېسټ، په ډېر لوی بدلون سره د طالبانو له خوښۍ سره سم هغه وخت بیا ځل ترتیب شو کله چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه طالبانو د پګواش کانفرانس کې ګډون ومنی.

دپګواش کانفرانس په لومړني لېسټ کې د پخواني ولسمشر کرزي د نوم سربېره د ځینو پخوانیو لوړ پوړو او ځینو اوسنيو لوړپوړو چارواکو نومونه، دغه راز د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد او د سولې شورا د دار لانشاء مشر معصوم ستانکزي نومونه هم موجود و.

د ګډ حکومت له خوا دا غوښتنه هم د پګواش له خوا د طالبانو په اشاره ونه منل شوه چې ددوی په استازیتوب یو نفر رسمي ګډون وکړی

پورته ټکو ته په کتو سره داسې ښکاري چې طالبانو له دغه کانفرانس څخه زیاته ګټه پورته کړه او يو ډول ديپلوماتيکه بريا يې تر لاسه کړه. دغه راز دوی له دې لارې د سولې هغه ګنګوسي چې ګواکې پاکستان به طالبان اړ کړي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، د دغه کانفرس له لارې رد شوې او د سولې د خبرو له پاره يې خپل شرایط هم وړاندې کړل.

د سولې اړوند د طالبانو غوښتنې

د سولې د خبرو له پاره دطالبانو شرایط تر ټولو مهم يې داو چې د بهرنیانو شتون په افغانستان کې د سولې په مخ کې خنډ دی، دا ډول د طالبانو دمشرانو نومونه په تورلسټ کې، او د طالب مشرانو پر سر د جایزو اعلان هم هغه څه دي چې د سولې له پاره خنډ دي.

طالبانو د رښتونې سولې له پاره ږغ کړي چې د اسي کسان باید د سولې هڅې پرمخ یوسي چې پر سوله باور ولري، او پر خپل هیواد او ولس مین خلک وي، د ولس او هیواد ګټې تر هرڅه پورته وګڼي.

طالبانو داهم ویلې چې د سولې د ناسمو هڅوپه لړ کې داهم ده چې ددي پرځای چې طالبانو ته مراجعه وشي له ګاونډیو هیوادونو سره د سولې د خبرو وړاندیز شوې. او همدا ناکامه تجربه ده چې هرځل سوله سبوتاژ کيږي.

طالبانو په خپلو خبرو کې د دوی له پاره د رسمي دفتر شتون هم اړین ګڼلي تر څو وکولای شي له همدې لاري له نړیوالو سره پرته له خنډ او ځنډ څخه اړيکې ولري.

همدا ډول طالبانو د یو داسي اساسي قانون چې اسلامی اصول، ملي ګټې ، د مذهب او کلتور په نظر کې نیولو سره جوړ شي یادونه کړي، او له دي سره يې جوخت د ښځو د حقونو په اړه هم خپل نظر څرګند کړي چې د اسلامي اصولو او افغاني کلتور په نظر کې نیولو سره ښځې د تعلیم، کار او فعالیت حق لري.

داهغه څه و چې طالبانو په اساني سره تر خپلو مخالفینو او د نړیوالو تر غوږونو نه شوای رسولای، ولي د پګواش کانفرانس د لاري وتوانیدل چې خپل نظریات او د سولې اړوند وړاندیزونه خپلو سیاسي مخالفینو او نړیوالو ته ورسوي.

برخه وال او بلل شوي کسان

پاکستان په ډیر جدیت سره غوښتل چې همدغه کانفرانس کې ددوی له خوا هم څوک ګډون وکړي، د رستم شاه مومند او زاید نومونه وړاندیز شوې و، له دي سره سره د اسد دراني او شجاع پاچا نومونه هم یادیدل، ولي په کانفرانس کې يې د ګډون غوښتنه ونه منل شوه.

قطر هیواد او د په ټوله کې خلیجې عرب هیوادونه اوس د یمن د جګړې پر سر له پاکستان سره فاصله نیولي ده، په قطر کې کانفرانس جوړیدل او قطر ته دغه امتیاز ورکول طالبانو به غوښتل چې نړیوالو او افغان حکومت ته ثابته کړي چې دوی هر ډول سیاسي او نظامي پریکړې په خپلواک ډول سره کوي.

د اسلامي حزب څخه داسي کسان انتخاب شوې و چې هغوی ځینو يې پخوا هم له طالبانو سره لیدلي و، په دغو نومونو کې هم له ورایه د طالبانو رول معلومیږي، غیرت بهیر دطالبانو سره په جاپان کې يوځای په میلمستیاو کې ګډون درلود، دا ډول قطب الدین هلال نږدې دوه کلونه وړاندې څوځله په عربي هیوادونو کې له طالبانو سره مخامخ لیدنې درلودلي.

د پګواش د دوحه په کانفرانس کې د سویډن سفیر ته هم بلنه ورکول شوې وه، دا ډول د روسیې سفارت استازی هم غوښتل شوی و، د یوناما ډانیل او یو بل تن هم پکې کلیدي کسان و.

د افغانستان څخه نوموړي کانفرانس ته درې میرمنې ، ملالۍ شینواري، لینا شینواري او وږمه حضرت زۍ هم غوښتل شوې وي.

کرزي ته نږدې کس او ډاکټر عبدالله ته نږدې کس هم پکې ګډون درلود، او د ولسمشر غني تره قیوم کوچی هم په کانفرانس کې ناست و.

مولوي عطاء الله لودین د ننګرهار پخوانی والی او د سولې شورا غړی او مولوي شهزاده شاهد د ولسې جرګې غړی او د سولې شورا ویاند هم په خپلواک ډول دکانفرانس ګډونوال و.

ټول ټال د پګواش کانفرانس کې ۹ تنه بهرنیانو او ۳۰ تنو افغانانو ګډون درلود.

مولوی وکیل احمد متوکل پخوانی د بهرنیو چارو وزیر او ملا عبدالسلام ضعیف په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر هم بلل شوې و، ولي ګډون يې د خپلو شخصي دلایلو له امله ونه شوای کولای.

دا ډول د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشري د طالبانو اته کسیز پلاوي ، مولوی جان محمد مدنی، مولوي سید رسول حلیم، مولوی شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، مولوي عبدالسلام حنیفي، محمد سهیل شاهین او حافظ عزیزالرحمن په کانفرانس کې ګډون درلود.

ضمني لاسته راوړنې، جګړه اوسوله په یو وخت کې

داهم له ډیرو کسانو سره سوال و چې طالبانو د عزم په نوم پسرلني عملیات پېل کړل ، نور نو د سولې خبرې ناشوني ښکاري، او طالبان به د سولې پر ځای جګړې ته زور ورکړي، ولي د پګواش کانفرانس وښودله چې لاهم د شرایطو په لرلو سره سولې ته د طالبانو ژمنیتا شته.

د پګواش کانفرانس بله لویه لاسته راوړنه به داوي چې د کانفرانس په څنډو کې به د ځینو سیاسي ډلو تر منځ لنډ د نظر تبادله هم وشي، او داچې د لمانځه په وخت کې به دغه ګرده متخاصم جهتونه د يو امام تر شا ولاړ او لمونځ اداکوي، دا ډول به په یوه میز ناست چای او ډوډۍ به خوري، حتمې ده چې خبري به خامخا تبادله کيږي.

ولي داهم مهمه ده چې ممکن د کانفرانس په څنډو کې دطالبانو او اسلامي حزب د استازو خبرې تبادله شوې وي، دا ډول به د طالبانو خبرې له ازادو او خپلواکو افغانانو سره هم شوې وي. چې دا په ټوله کې د سولې او په هیواد کې د امن له پاره يوه ښه لاسته راوړنه ګڼلای شو.

مهمه دانه ده چې د پګواش په دغه کانفرانس کې طالبانو ډیره لاسته راوړنه درلودله؟ افغان حکومت درلودله؟ یا نورو سیاسي ډلو درلودله؟ مهمه داده چې دغه ډول ناستې فاصلې کموي، او د نظرونو تبادله کيږي او په راتلونکې کې د رښتونې سولې او ژمن مذاکراتو له پاره ، دا ډول د بهرنیانو د وتلو له پاره لاره پرانیزي.

له پرېکړه ليک پرته پای

د ولسمشر غني د تره قیوم کوچي له خوا د اوربند او جګړې د بندیدو غوښتنه وشوه، مګر د طالبانو له خوا دغه غوښتنه رد، او د پګواش دغه دوه ورځنۍ ناسته ( ۲ – ۳ می ۲۰۱۵) پرته د ټولو لورو له خو ا د موافق پریکړه لیک په لوستلو پای ته ورسید.

داچې دود دی د هر داسي کانفرانس په پای کې باید يو پریکړه لیک صادر شي، د پګواش کانفرانس په آخر کې هم پریکړه لیک په ۱۵ مادو کې صادر شو. په پریکړه لیک کې يواځی غوښتنې شوې، داچې د افغان حکومت له لوري د حکومت په رسمي استازیتوب کوم چا ګډون نه و کړي، او افغانانو په خپلواک ډول ګډون درلود، نو ځکه خو پریکړه لیک د غوښتنو په ډول ترتیب شوی و.

په پریکړه لیک کې غوښتنه شوې چې طالبانو د قطر دفتر پرانستل شي، تورلسټ څخه د طالب مشرانو نومونه لیري شي، داعش په افغانستان کې د افغانانو له کلتور سره جوړ نه راځي، له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړيکې، د بهرنیو پوځیانو وتل له هیواد څخه، د ښځو حقوق شرعي حقونو ته درناوی، په اساسي قانون باندي پراخ بحث وشي، او دغه ډول غونډو ته په راتلونکې کې دوام ورکول شي.

د پګواش کانفراس سره د افغان ولس د سولې او امن هیلې ډیرې شوې خو ولس له ټولو لورو غواړي چې سولې ته ژمن او د سولې اړوند د شکیلو لورو غوښتنې ( طالبان ، اسلامي حزب افغان حکومت) ملګري ملتونه، او نړیواله ټولنه چې په سر کې يې امریکا ده په نظر کې ونیسي، دا ډول شکېل لوري د یوبل غوښتنو له پاره انعطاف وکړي، او د يوې رښتونې سولې په لور پرمختګ او بهرنیانو ته د وتلو لاره هواره شي.

افغان ولس تمه لري چې دغه ډول کانفرانسونه دوام پيداکړي او دهغو کسانو مخه ونیول شي چې د ورته کانفرانسونو په مخ کې خنډ کيږي.