کور / هراړخیز / په انټرنیټ کي د تېري اوونۍ ناسم خبرونه

په انټرنیټ کي د تېري اوونۍ ناسم خبرونه

What was fake on the Internet this week:
The Washington Post
Caitlin Dewey
دوې ورځي مخکي مي د تاند پاڼه خلاصه کړه او په هغه کي مي د ښاغلي واصفي صاحب د مرګ خبر «د کندهار مخور عزيزالله واصفي له نړۍ سترګي پټي کړې» ولیدی ( خدای دي یې وبخښي). هغه لیکنه مي خلاصه کړه او په پای کي یې د ده د اولادونو په اړه پر څه ناسمو معلوماتو پېښ سوم. وروسته مي د انټرنیت په خبري رسنیو کي د دغه ناسمو معلوماتو د تکثیر خبره هم واورېده.
پرون بیا پر یو بله لیکنه پېښ سوم، چي د واشینګټن پوست له خوا په انټرنیټ کي د غلطو معلوماتو د خپرېدو په اړه وه. نو د هغه ناسم خبر د سمېدو او په عین وخت کي د اوسنۍ ټکنالوژۍ له لوري د ناسمو معلوماتو د پراخېدو په برخه کي مي دا ضرور وبلل، چي ستاسو دوستانو سره یې شریک کړم او په دې توګه متوجه اوسو، هر څه چي په انټرنیټ کي خپرېږي حتمی نه ده، چي کره او چوڼلي معلومات دي وي.
لومړی د ارواښاد واصفي صاحب زامن څلور دي، چي مشر یې بشیر، عزت الله، نعمت الله او وحیدالله نومېږي او ورور یې عبدالقدوس خان نومېد، خو سناتور نه وو. سناتور عبدالقدوس خان د کندهار یو بل مشر وو، چي په قبیله بارکزی وو او څو کاله مخکي په امریکا کي وفات سوی دئ.
اوس به تاسي ته هغه ژباړه په څه لنډه توګه وړاندي کړم ، چي په واشنګټن پوست کي خپره سوې وه:
هره اوونۍ د انټرنیټ له لاري دومره ډېر غلط معلومات خپرېږي، چي موږ یې د ټولو د راټولولو څخه خسته سوي یو. لکه په : Fake Twitter fights. Fake pumpkin-spice products. Amazing viral video? Nope — a Jimmy Kimmel stunt! او په داسي نورو کي.
هغه ناسم معلومات چي، د اوونۍ په ترڅ کي هره ورځ زموږ د مانیټورونو له لاري رارسېږي، معمولاً سره راټولېږي او د اوونۍ په پای کي د نورو سره شریک کېږي. چي په دې توګه دغه ناسم معلومات د سمېدو پر ځای نور هم تکثیرېږي.
که آماده یاست؟ نو دا دي په انټرنیټ کي د تېري اوونۍ ځیني مهم غلط معلومات:
1. (د امریکا) په بالتیمور کي د روانو پېښو په اړه خورا نابلده او د پوښتنو ډک خبرونه. لکه:
د The Fourth Estate له خوا په خپاره سوي خبر کي چي ماخذ یې هم “anonymous sources,” ښوولی دئ، لیکلي دي: ( هغه څوک چي د پولیسو په توقیف کي د هغه د مرګ په غبرګون کي، تېره اوونۍ په بالتیمور ښار کي پراخي مظاهرې وسوې او ډېري خرابۍ ورسېدې) « (فریدي ګرې) تر توقیف مخکي د ملا تکلیف درلود او یوه اووني مخکي یې د ملا عملیات کړی وو. دی باید په کور کي په استراحت بوخت وای، نه دا چي په بازار کي یې مخدره مواد خرڅول.». په داسي حال کي چي پولیسو د ده او د مخدره موادو په تړاو هیڅ هم نه دي ویلي. د پولیسو په اسنادو کي د ده د توقیف دلایل د پولیسو څخه ځغستا او د ده په جېب کي یې د کتي چاکو پیدا کېدل بللي دي. د ده د کورنۍ وکیل هم د ده د ملا تکلیف او عملیات غلط معلومات بولي او په دې اړه هیڅ شواهد هم نسته. خو دغه خبر د انټرنیت د فېسبوک له لاري ۹۰۰۰۰ ځایه شریک سوی دئ.( د دغه حادثې په اړه نور ناسم خبرونه هم ول، ما ټول ونه ژباړل)
2. د اوسنۍ انترنیټي نړۍ یو مشهور app چي WhatsApp نومېږي، د نیپال د تېري اوونۍ د زلزلې په اړه خپاره کړي دي چي: « نوري درنې زلزلې رارواني دي او د هغه وخت یې هم دقیق ښوولی دئ، چي د ماپښین پر ۸:۰۶ به دغه زلزله پېښېږي». دا هغه څه دي چي د امریکا ناسا او د هند دولت د هغه په اړه هیڅ هم نه دي ویلي او بله یې لا دا چي د اوسنۍ پرمختللي ټکنالوژۍ سره، سره د یوې زلزلې دقیق وخت ټاکل ناممکن بلل کېږي. د دغه افوا په اړه د هند مخابراتو وزیر زارۍ وکړې چي دغسي غلط معلومات دي د انټرنیټ له خوا نه خپروي.
3. په انټرنیټ کي د نیپال په اړه دوې وېډیوې خپرې سوي دي “CCTV footage of [a] swimming pool” ، چي د یوې لیدونکي یې ۷۷۰۰۰۰ پلا (ځله) او د بلي لیدونکي یې ۱۷۰۰۰۰ پلا دي. د دغو وېدیوو په اړه د بی بي سي د سه شنبې په راپور کي راغلي دي ، چي د حوض پېښه اصلاً په مکسیکو کي ثبت سوې حادثه ده او بله یې په مصر او نورونامعلومو ځایو کي ، خو نه د نیپال د زلزلې وېډیو.
4. د سعودي عربستان په مکه ښار کي «د حلالو جنسي شیانو د پلورنځي» خلاصېدل یو بل هغسي ناسم خبر دئ، چي اصلاً دغه شیان د یو ویبپاڼي له خوا خرڅېږي او د هغه خرڅونکي د فرانسې خپروني (France 24) ته ویلي دي: « دا ډېره جالبه ده چي څونه غلط معلومات د انټرنیټ له لاري خپرېږي او ده د مکې په ښار کي د دغسي یوځای د خلاصېدو په اړه هیڅ اقدام هم نه دئ کړی.»
5. هغه خبر چي له (Newswatch 28) څخه خپور سوی دی، ویلي یې دي: « ۷۶ کلنه ښځه چي خپل ۴۲ کلن کوچني ته یې د (KFC) په رستورانت کي شیدې ورکولې، د رستورانت څخه نه ده ایستل سوې» دغه نه باور کېدونکی نکل په انټرنیټ کي ۱۰۰۰۰۰ خلکو کتلی دئ. (له دې خبرپاڼي څخه داسي نور ناسم خبرونه هم خپاره سوي دي.)
6. د امریکا د سنا د یوه غړي، د څو میاشتو مخکي د ټپي کېدو په اړه چي اصلاً په تمرین کولو کي خوږ سوی وو، خپاره سوي دي، چي « د ده ورور دی وهلی دئ.». هغه چي وروسته د امریکا په «لاس وېګاس» ښار کي د خپرونکي له خوا ومنل سوه چي «ده غوښتل دا ثابته کړي، د انټرنیټ له خوا خپاره سوي معلومات هر کله صحیح نه وي.»