کور / هراړخیز / جهاني ته په سپکه سترگه کتل ټول افغان ولس ته سپکاوی بولو!!!

جهاني ته په سپکه سترگه کتل ټول افغان ولس ته سپکاوی بولو!!!

ددولتی مشرتابه نه جدی غوښتنه!

جهاني ته په سپکه سترگه کتل ټول افغان ولس ته سپکاوی بولو!!!
نن دثور پنځمه يوڅوتنو هزاره ځوانانو په گډون چې دايران په فرهنگی مرکز کي روزل کيږي اونوروگمارل سويو لخوا دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور وزير ،ملی شاعر ،ليکوال ،اوتاريخ پوه پرخلاف پداسي حال کښي لاريوه بندوبست نيول سوی ووچې دښاغلی جهاني دوزارت ددندي يوه اونۍ هم نده پوره سوې .
لاريون که پرحق وی دادهرچاقانوني حق دی خوکه يوڅوک دپردې شاته ديوه شخص شخصيت ته صدمه رسوی اوتردې نامه لاندي ملي نفاق ته په ماهرانه بڼه هڅه کوی دولتی مشرتابه اوامنيتی ادارې دعدلی ارگانوسره يوځاي دامسوليت لری چې ددولت ديوه مامور چي هغه پاک اوسپېڅلی وي له شخصيت نه دقانون له مخې دفاع وکړی .
زه پدې پوره پوهېږم چې جهاني داوجلب ندی اونه هم ددې وطن دکورنيو دښمنانوسره ددوي دتورومخو اوتورو هڅودسپيناوی لپاره خپل گران وخت ضايع کوی اړينه یې بولی چې ملت ته نورگټورکارونه وکړی .
افغان ولس ترکومه چې جهاني پېژني داغوښتنه لری چې ولی ،دجهاني پر وړاندي دادوهمه توطيه پلې شي .لمړی په پارلمان کي پاټکونه ورته جوړېده چې له نيکه مرغه دملت په اراده اوغوښتنه پاټکسالار وشرمېده او دادی اوس بيا دوزارت دندي ترسپارلو څو ورځې وروسته داډول بې بنياده اوافغان دښمنه حرکت سمبالېږي ؟؟؟
لاريون کونکو ويل چې جهاني څلور ټوکه کتابونه ممنع الخروج اعلان کړي ،اوپدې هکله يوشمېر بې وطنو اوايران پلوو ليکوالولادوړاندي دخپل بادارپه هدايت ليکنې هم کړي وې اوپه خپلو ليکنوکښي ئي جهانی ته چې که دوي رښتياليکوال او افغانان وايي ديوه ليکوال په توگه دسپکوسپورحق نه ورکاوه ،خو متاسفانه دقلم نه داډول نا اهله استفاده هم کيږي اوديوه ليکوال اوعالم شخصيت دسپکاوی لپاره ترينه استفاده کوي .
له نېکه مرغه همدا نن دامريکاړغ اشنا راډيوسره په مرکه کښي هغه له دې دسېسې نه پرده پورته کړه او ویې ويل : ((ما هېڅ یو کتاب ممنوع الخروج اعلان کړی نه دی))
((د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني هغه راپورونه بې اساسه وبلل چې گني ده له افغانستان نه ایران ته د ځینو کتابونو په لیږلو بندیز لگولی دی.وزارت ته له رسېدو وروسته ښاغلي جهاني په خپلې لومړنۍ مرکې کې د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دی د دغو کتابونو په اړه هېڅ معلومات نلري او نه یې د کوم کتاب په لېږلو رالېږلو بندیز لګولی دی.)) جهانی داخبره هم وکړه چې ماته ددې کتابونومونه هم ندي معلوم ،نه ما ،نه پخواني وزير اونه هم سرپرست وزير داپرېکړه کړې . هغه څرگنده کړه چې زه دهرهغه کتاب له ممنقع الخورج سره موافق نه يم چې په افغانستان کي چاپېږي اوبيادي هغه بهرته انتقال نسي .
زموږ پوښتنه داده چې دالاريون ددې څولنډغرواوناخبرو کارنه بلکی ددوي وشاته نورماهرانه او استادانه لاسونه دي .
لاريون کوونکو له پوليسونه دلاريون اجازه اخيستې ؟دااجازه چاورته اخيستې ؟ همدې ښاغلی په همدې نامه اخيستې چې جهانی څلورټوکه کتابونه ممنع الخروج اعلان کړي .دکورنيو چارو وزارت دغوښاغلو ولی دجهانی صاحب نه ددولت ديوه وزير په توگه پدې هکله پوښتنه ونکړه چې وزيرصاحب دا خبره رښتياده اوکه دروغ ؟؟؟ په افغانستان کي يوازي دوسلې جگړه نده ،هلته دتبليغاتو اوسياسي هڅوترنوم لاندی هم انسان وژنه روانه ده .امنيتی ارگانونه پدې هکله هم معين مسوليت لري .موږ چې دلته په سويډن کي کوم عادی لاريون تنظيموو نوڅو ورځې وړاندي بايدپوليسوته عريضه ورکړواودلاريون په هکله ټول معلومات .که یې څوک منی اويانه ،ددولتی کړيوترمنځ دگډکاردنړيوال قانون له مخې پوليس پدي هکله داړونده ادارونه معلومات ترلاسه کوی ،کله چې لاريون موجه وبلل سي نولاريون کونکو ته دلاريون اجازه ورکول کيږي اوکنه ،څوک لاريون نسي کولاي .همدا ډول په ټولومطبوعاتوکي يومرموزقانونی کنترول موجود دی کنه واي داټولني به ډيرپخواددې هيوادونودترقی اوپرمختگ ددښمنانولخوا شوړېدلي واي .دافغانستان امنيتی ادارې هم دامکلفيت لری چې دهر سياسي اوياټولنيز حرکت داجازي ورکولولپاره ددې حرکت رېښې وپلټی .که دلته په اړونده اداروکي کومه کړۍ دجهاني اوجهانی غوندي وطنپالو اوسپېڅلو شخصيتونوسسره مخالفت نلري نوبياولي دوي داکارندی کړی ؟؟؟ له دوي نه بايد پدې هکله جدی پوښتنه وسي .
بله جالبه داده چې په همدې حال کې اجرایي ریس عبدالله عبدالله هم ویلي چې دی به د اطلاعاتو او کلتور د وزیر وپوښتي چې ولې یې د ځینو رسنیو مسولین د مطبوعاتي تحقیقاتو کمیسیون ته ورغوښتي دي. خوښاغلی جهاني وايي ده دځینو رسنیو مسولین وربللي وو چې ورسره خبرې وکړي چې ولې یې هغه مکتوبونه او پرېکړې، ده ته منسوب کړي چې نه د ده امضا پرې شته او نه د ده پر مهال شوي دي. او داددولتی مسوليت له مخې دجهانی حق اوصلاحيت دی ،ولی دجهانی لخوا ددغه ډول ښاغلو ورغوښتل پردې نازولو بدولگېږي ؟
ماددې مسلې په هکله دوزيرانوشورادنن ورځې دغونډي جريان يوه لنډه برخه وليدل .راسی رښتياسره ووايودډاکتر عبدالله په گډون داټول دښاغلی جهاني پرخلاف دايران پلووناخبره اوپلورسوو لخواپدغه کوڅه ډبه حرکت باندي خوښ ښکارېدل .
که ددولتی مشرتابه دهغو وزيرانوپروړاندي چې پاټکسالار ،تنظيم سالار ، قاتل ،غاصب ،خائين نه وی اودډاکتر اشرف غنی لخوا نومول سوی وي داډول دسيسې جوړېږي ،ننداره وکړی ، دډاکتر عبدالله دي عاقبت په خيروی دابار به په هيڅ صورت ترمزله ونه رسوی .
گوری همدي عبدالله دوې ورځې وړاندي دهرات والی دتورن اسماعيل په کورکي پداسي حال کي هغه ته معرفی کړ چې پردواړوپښوتيارسی ورته ولاړ وو.خونن بيادهيواديوه منلی اوپه رښتيانی بڼه ملی شخصيت ته چې په سپکاوی یې داټول ملت سپکيږي دومره سپکه خبره کوي وايي ((د اطلاعاتو او کلتور د وزیر وپوښتي چې ولې یې د ځینو رسنیو مسولین د مطبوعاتي تحقیقاتو کمیسیون ته ورغوښتي دي )) .ښاغلی عبدالله! دا په تاپوری څه اړه لري؟ داداطلاعاتو اوکلتوردوزير قانونی صلاحيت دی چې هرڅوک غواړي هغه راوغواړي . ددولتی مامورينو ددندو په قانون کي داسي څه نشته چي وزيردي هره شېبه ستاښاغلی نه اجازه اخلی . دوزير کمزوری کول اوسپکاوی ددولت دکمزوريکېدواوسپکاوی لپاره دهڅوروښانه بېلگه ده . که داډول پروسه نوره هم دوام ولري نور بايد ملت ستاسوپر وړاندي خپله وروستۍ پرېکړه وکړ ی . ومن الله التوفيق