کور / تازه خبرونه / د فوټبال او واليبان لوبغالي جوړ سول

د فوټبال او واليبان لوبغالي جوړ سول

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د نږدې یو میلیون افغانیو په مالي لګښت د فوټبال او والیبال دوه لوبغالي تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
دغه لوبغالي چې د میدان ښار د اول بابا لیسې ودانۍ ته څېرمه جوړ شول، مالي لګښت یې د کلیو پراختیا د ثبات پروګرام له لورې ورکړل شوی و،چې د جوړېدو چارې د درې میاشتو په موده کې بشپړې شوې وې .
د دغه لوبغالو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د پوهنې ریاست سربیره ګڼ شمېر نورو مسؤلینو او استازو هم برخه اخیستې وه .
تر دې وروسته د میدان ښار اول بابا لیسې زده کوونکي او ګڼ شمېر نور سلګونه ځوانان کولای شي،چې د فوټبال او والیبال لوبو د ترسره کولو پر مهال له یادو دواړو لوبغالو څخه ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده،چې وړاندې هم د ثبات پروګرام له لورې لسګونه نور لوبغالي هم ښوونځیو ته څېرمه جوړ شوي،چې دا مهال ترې ګڼ شمېر زده کوونکي او ځوانان ګټه اخلي.