کور / تازه خبرونه / کندهار: انار ګل مشاعره جوړه سوه

کندهار: انار ګل مشاعره جوړه سوه

په کندهار کي د انار ګل دوديزه مشاعره جوړه سوه، چي د هيواد د يو شمېر ولايتونو او د پاکستان هيواد څخه شاعران او ليکوالان ورغلي وه.
انارګل چې د کندهار دوديزه مشاعره ده هر کال د سپرلي په موسم کې جوړيږي.
په مشاعره کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په ليږلي پيغام کي له ټولو افغانانو وغوښتل ځو د خپل کلتور ساتلو په برخه کي کار وکړي.
په کندهار کي انار ګل دوديزه مشاعره چي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري جوړه سوې وه تر ډېره د هيواد د وروستيو ناامنيو تر تاثير لاندي وه.
انار ګل د کندهار دوديزه مشاعره ده چي هر کال د انار د ګلونو د غوړيدو پرمهال جوړيږي .
د انار ګل ددويزي مشاعري ته د اطلاعاتو او فرهنګ نوي وزير عبدالباري جهاني په خپل رالېږلي پيغام کي د ولسي جرګي څخه د باور درايي اخيستلو او د حکومت څخه د باور کولو مننه وکړل.
د عبدالباري جهاني رالېږلی پيغام، چي دکندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس دواخان مينه پال وايه جهاني په خپل دغه پيغام کي په مطبوعاتي او کلتوري برخه کي د ستونزو د حلولو لپاره د خلګو څخه د ملاتړ غوښتنه کړې وه.
په مشاعره کي چي زياته برخه يي شعاري وه تر څنګ يي عشقي ، مجازي او حماسي شعرونه هم وويل سوه.
خو تر ډېره پکښي د هيواد غمجن حالت بيان سوي وه.
د انار ګل دوديزي مشاعري ته د هيواد د زياتو شاعرانو د راتګ ترڅنګ د چمن او پيښور څخه هم شاعران راغلي وه .
مشاعره د شپي تر ناوخته پوري دوام درلود چي پر مهال يي کلک امنتي تدابير هم نيول سوي وه .