کور / تازه خبرونه / پوځ په خېبرايجنسۍ کې پروسله والوهوايي بريد کړى

پوځ په خېبرايجنسۍ کې پروسله والوهوايي بريد کړى

اسلام اباد: د بي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پوځ په خیبر ایجنسۍ کې د ۲۰وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې ده.د پوځ د مطبوعاتو برخې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې الوتکو یې د خیبر ایجنسۍ تیراه سیمه کې بمباري کړې ده.تر دې وړاندې، تېره ورځ د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان دته خېلو سیمه کې د ۲۲وسله والو د وژلو ادعا هم کړې وه. په قبایلي خیبر ایجنسۍ کې دزسله والو پرضد د پاکستان پوځ پوځي عملیات پیل کړي دي.د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د پنجشنبې په ورځ یې جیټ الوتکو تیراه کې د دوسله والو پر پټنځایونو او د وسلو او مهماتو پر زېرمو بمباري وکړه چې په وینا یې لږترلږه ۲۰وسله وال پکې ووژل شول.پوځ ادعا کوي، په وژل شویو کې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شوي کسان هم دي.تېره ورځ د جنوبي وزیرستان شکتو سیمه کې د عملیاتو پرمهال د پنځو وسله والو د وژل کېدو ادعا هم شوې وه.د شمالي او جنوبي وزیرستان په سرحدي مکین ولسوالۍ کې تېره ورځ د پوځ او اورپکو ترمنځ جګړه وشوه، چې لږترلږه اته وسله وال پکې ووژل شول او نولس نور ټپیان شول.په دې ورځو کې خیبر ایجنسي کې د (خیبر ون) په نامه پوځي عملیات روان دي، چې د دغو عملیاتو لمن اورکزیو ایجنسۍ ته هم غځېدلی شي.بل خوا، شمالي وزیرستان کې د (ضرب عضب) یا د تورې ګوزار په نامه عملیات هم دوام لري، چې د چارواکو په وینا، تر ۱۲۰۰ډېر وسله وال پکې وژل شوي او زیاتره سیمې له وسله والو پاکې شوې دي.