کور / تازه خبرونه / انیس: د کابینې غړو د ټولو مسولیتونو بار په خپله غاړه واخیست

انیس: د کابینې غړو د ټولو مسولیتونو بار په خپله غاړه واخیست

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډیره د کابینې د نوو غړو مسولیت او د سولې د خنډونو په اړه د سولې شورا د چاروکو څرګندونو ته ځانګړې کړي دي.

انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د کابینې غړو د ټولو مسولیتونو بار په خپله غاړه واخیست.

په سرمقاله کې راغلي چې نوو وزیرانو په داسې حال کې لوړه وکړه چې هېواد تربل هر وخته زیات له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې ولسمشرله وزیرانو غوښتي چې تر دریو اونیو پورې د خپلو سل ورځو کاري پلان ورته معرفي کړي، خو د ده په باورد بودجې کمښت د نوو وزیرانو لپاره یوه اساسي ستونزه ده.

چراغ ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د کابینې نوي ټاکل شوي غړي به خپلو سنتي رهبرانو ته وفادار پاته نه شي.

په دې مطلب کې لیکل شوي چې د کابینې نوي غړي له یو شمېر جهادي شخصیتونو او ګوندونو سره د اړیکو په ځانګړتیا ټاکل شوي دي.

په مطلب کې بیا د ولسمشرد ویاند په حواله لیکل شوي چې زموږسیاست د ملي مشارکت پربنسټ بنا دی او د حذف سیاست په کې نشته.

د مطلب لیکوال ویلي چې نوي وزیران ترډیره فرمان منوونکي کسان دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د سولې عالي شورا د مرستیال عبدالحکیم مجاهد په حواله لیکلي چې امریکا او ملګرو ملتونو د سولې په لاره کې خنډونه جوړ کړي.

په مطلب کې د ښاغلي مجاهد په حواله راغلي چې ویلې یې دي، د امریکا او ملګروملتونو له خوا پر یو شمېرطالبانو د بندیزونو لګولو د سولې په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

په مطلب کې د سولې د عالي شورا د چارواکو په حواله لیکل شوي چې د شورا دننه هم ځینې کړۍ شته چې له طالبانو سره مخالفت لري او سوله نه غواړي.

افغانستان ورځپاڼې بیا د سولې په اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې را اخیستي چې ویلې یې دي، د سولې د ټینګښت په هدف د پاکستان همکاریو ته هیله من دي.

په مطلب کې راغلي چې افغان حکومت لاهم د سولې ټینګښت ته خوشبینه دی او په دې برخه کې یې د پاکستان او چین رول مهم ګڼلی دی.

د مطلب لیکوال بیا د سولې عالي شورا د چاراکو هغه خبره را اخیستې چې ویلې یې دي، سوله هغه وخت ترلاسه کیږي چې وسله وال مخالفین د سولې لپاره قوي اراده وکړي.