کور / تازه خبرونه / د ځوانانو شورا په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ

د ځوانانو شورا په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ ځوانانو شورا،چې څه موده وړاندې جوړه شوې وه،د ولسوالۍ په مقام کې یې د دفتر په پرانستلو سره خپلې چارې په رسمي ډول پیل کړې.
همدا راز د دغه ځوانانوشورا له لورې د لوبو،مشورتي، د اړېکو،امنیتي،فرهنګي او اصلاحي کمیټې هم جوړې شوې،چې هره کمیټه د لسو په شاوخوا کې غړي لري .
د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي وویل له دې وروسته په دغه ولسوالۍ کې،چې ځوانان په هره برخه کې فعالیت کوي،د دغه شورا د دفتر له غړو او له اړوندو کمیټو سره به به د سهولتونو د برابرولو په موخه اړېکه نیسي .
ده زیاته کړه، د دغه شورا غړو او په ځآنګړي ډول له کمیټو سره د دغه ولسوالۍ مقام،امنیتي منسوبین او نور مامورین په هره برخه کې همکار دي .