کور / تازه خبرونه / د دوو سرتېرو په ګډون ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

د دوو سرتېرو په ګډون ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد او چک ولسوالیو کې د عملیات او نښتې په ترڅ کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او درې نور ټپیان دي،همدا راز په دغه پېښو کې یو عسکر وژل سوى او یو بل ټپي شوی دی .
د دایمیرداد ولسوالۍ په کوتل تخت سیمه کې تېره شپه امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې به ترڅ کې ۳ وسله وال مخالفین سخت ټپيان شوي دي .
همدا راز چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې د مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی،چې جسد یې په سیمه کې پاتې دی .