کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ مرکز پرانیست

جمهور رئیس غني د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ مرکز پرانیست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ مرکز پرانیست.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو د انسجام رئیس تورنجنرال غلام سخي د دغه مرکز د دندو، تاریخچې او د وسله وال پوځ د ارګانونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په را منځته کولو کې د یاد مرکز د اهمیت په باب خبرې وکړي.

د غوڅ ماموریت لوی قوماندان جنرال کمپبل د هېواد په کچه، د اطلاعاتو د همغږۍ، د پوځي ماموریتونو د تنظیم او رهبري کولو لپاره د ملي امنیت شورا په چوکاټ کې د همغږۍ د دغه مرکز پرانیستل یوه مهمه اړتیا وبلله، وې ویل چې له دغه مرکز څخه په استفادې سره به د افغانستان د امنیتي ادارو ترمنځ په کشفي او امنیتي چاروکې قوي همغږۍ او په چاروکې لا ښه سمون رامنځته شي.

وروسته د افغانستان جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني په دغه مرکزکې د قوماندې له ځانګړې خونې څخه چې په پرمختللې ټکنالوژۍ سبمال ده، د یو شمېر ساحوي قول اردوګانو له قوماندانانو سره، په داسې حال کې چې د ځینو ولایتونو سرپرستان هم حاضرو، د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ په مرکزکې دغه ځانګړې خونه د هېواد د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان لخوا په ځانګړو شرایطو کې د پوځي عملیاتو د رهبري کولو لپاره جوړه شوې ده.

د قول اردو قوماندانانو جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان ته د دوی د مسوولیت په سیموکې د امنیتي حالت او پوځي عملیاتو د څرنګوالي په باب معلومات ورکړل، ډاډ یې څرګند کړ چې منسوبان یې په لوړ محاربوي مورال سره له هېواد او د افغانستان له خلکو څخه ساتنه کوي.

جمهور رئیس غني د افغانستان د خلکو د امنیت په ساتنه کې د وسله وال پوځ د منسوبانو دندې او مسوولیتونه مهم وبلل، د هغوی سرښندنې یې وستایلې او د چارو د لا ښه تنظیم او له پرسونل څخه د ښې څارنې او پالنې لپاره یې د قول اردو قوماندانانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په دغو مراسموکې د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، لوی درستیز ستر جنرال شېرمحمد کریمي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست متین بیګ، د وسله وال پوځ یو شمېر لوړ رتبه افسرانو او د ملي امنیت د مشاوریت ځینو کارکوونکو ګډون کړی و