کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني د فلپین د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهور رئیس غني د فلپین د نوي سفیر باورلیک ومانه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د فلپین هېواد د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي ډومینګوډي باور لیک نن د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.

د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په هغوکې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، د هېواد جمهور رئیس او د افغانستان لپاره د فلپین هېواد نوي نا استوګن سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.

د فلپین هېواد نوي سفیر ډاډ څرګند کړ چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په لړ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه وکړي.

جمهور رئیس غني د فلپین هېواد سفیر ته په افغانستان کې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.