کور / تازه خبرونه / د پتيال د ژوند او اثارو په مناسبت څېړنيز سيمينار جوړ سو

د پتيال د ژوند او اثارو په مناسبت څېړنيز سيمينار جوړ سو

د ځوانيمرګ شهيد عبدالقديم پتيال د ژوند او اثارو په مناسبت يو ورځنی علمي او څېړنيز سيمينار جوړ سو.په دې سيمينار کي چي د ولايت مقام، ښاروالۍ اواطلاعاتواوفرهنګ رياست په همکارۍ نن د ښاروالۍ د غونډو په تالار کي جوړ سوی وو، د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزيون رئيس زرين انځور، له کابل څخه راغلو مېلمنو او ګڼ شمېر ليکوالو او شاعرانو ګډون کړی وو.
د څېړنغونډي په پيل کي د ولسمشر محمد اشرف غني او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني رالېږل سوي پيغامونه ولوستل سول او د شهيد پتيال پر فرهنګي ژوند او اثارو يو شمېر ليکل سوي مقالې وړاندې سوې.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د وينا پر مهال پتيال يو مستعد، بااحساسه او د فرهنګي هستې يو ځلاند ستوری وباله. نوموړي زياته کړه د پتيال هر خاصيت له نورو څخه جلا وو. شهيد د ژوند په ارزښت پوه، د خلکو په درد دردمن او له ولس سره تر هر چا په يارانه او مينه ټینګ انسان وو. هغه غوښتل خپل خلک له تاريکۍ څخه د رڼا لوري ته بوځي. نوموړي زياته کړه شهيد پتيال نه يوازي ليکوال، شاعر او څېړونکی وو، بلکي په ژباړه، رسامۍ او خطاطۍ کي يې هم له ځانه کارنامې کولې.
ويسا د شهيد پتيال له هغو فعاليتونو څخه يادونه وکړه چي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پر مهال يې ترسره کړي ول. هغه زياته کړه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دوره کي يې د فرهنګي امورو لړۍ پراخه، په لسګونه ناچاپ کتابونه چاپ، بېلابېلي دوديزي مشاعرې، سيمينارونه او څېړنغونډي يې جوړي کړې. نوموړي شهيد پتيال ته د فردوس جنت، کورنۍ او اهل بيت ته يې د زغم هيله وښوده.