کور / تازه خبرونه / د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګو ولایت د بدنې روزنې امریت له لورې په مرکز میدانښار کې د دغه ولایت د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ نن ( سې شنبه) پیل شوې،چې شاوخوا اته اونۍ به دوام وکړي .
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې امر عین الدین حقبین وایي د دغه سیالیو جوړولو څخه یې موخه د زونونو ترمنځ د راتلوونکو فوټبال سیالیو لپاره د میدان وردګو ولایت څخه پیاوړې لوبډله ټاکل دي .
هغه زیاته کړه،هره لوبډله چې د دغه سیالیو لومړی مقام ترلاسه کړي،د زونونو ترمنځ د فوټبال په جوړېدونکو سیالیو کې به د میدان وردګو ولایت استازیتوب وکړي .
په دغه سیالیو کې د دغه ولایت د عدالت،زیولات،استقلال میدان ښار،مقاومت جلریز،راشکو بابا ، پامیر، جوانان مهین، اتحاد راشکو ، محمد یار بابا او امید لوبډلې برخه لري،چې هره ورځ به د دوو لوبډلو ترمنځ یوه سیالي ترسره شي .
د یو بل خبر له مخې په کابل کې د اوو ولایتونو ترمنځ د پهلوانۍ په سیالیو کې د میدان وردګو ولایت دوه لوبغاړو په خپل وزن کې لومړي او دوه نورو پخپل وزنونو کې دریم مقامونه خپل کړي دي .
په دغه سیالیو کې چې د کابل سربیره په کې د لوګر،بامیان،میدان وردګ،پنجشیر،پروان او کاپیسا ولایتونو د پهلوانۍ لوبغاړو ګډون کړی وو،د میدان وردګو ولایت د وو لوبغاړو رحمت الله او صفي الله په خپل وزن کې وکولای شول،چې لومړي مقامونو په تر لاسه کولو سره د سزو زرو مډالونه وګټي.
همدا راز عبدالقدیر او بلال بیا پخپلو وزنونو کې دریم مقامونه خپل کړي،چې له دغه سیالیو څخه یې د سپینو زرو مډالونه خپل کړل .