کور / تازه خبرونه / په کندهار کي درنه چاودنه وسوه

په کندهار کي درنه چاودنه وسوه

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي هغه چاودېدونکي مواد چي د دوى د پوليسو له خوا نيول سوي ول ، چاودلى او شاخوا شل کورنه ئې نړولى او ٢١ کسانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايي چي دا مواد ئې د وسله والو څخه ترلاسه کړي ول او د لېږدوني په وخت کي چاودلي او ياد مالي او ځاني زيان ئې اړولى دئ.
چارواکي وايي چي په زيانمنو سوو کسانو کي شپږ کسان وژل سوي دي چي يو ئې پوليس او پنځه ئې اولسي وګړي دي او په ټپيانو کي چي څوارلس کسان دي اووه ئې پوليس او اووه ئې اولسي وګړي دي.