کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر سره وکتل

جمهور رئیس غني د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تهران ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ پرون ماښام د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر آیت الله خامنه ای سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر تهران ته د جمهور رئیس غني او ملګري پلاوي د سفر هرکلی وکړ او هغوی ته یې ښه راغلاست و وایه، څرګنده یې کړه چې افغانستان د فرهنګ او د تاریخ د معرفت مرکز دی او موږ تل دغه هېواد ته نیکې هیلې لرلي دي.

د ایران رهبر وویل په افغانستان کې له نا امنیو څخه موږ هم ضرر کوو او کله چې افغانستان په یوه مهمه نړیواله څلور لارې بدل شي، د هغه ګټه موږ ته هم را رسیږي او زه خوښ یم چې په ګډه کولای شو پر ستونزو بریالي شو او همکاریو ته پراختیا ورکړو.

په مقابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د حکومت او خلکو له میلمه پالنې او د افغانستان په اړه د ایراني چارواکو له نیک نظر څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې ادبیاتو په ځانګړې توګه شعر، افغانستان او ایران له یو بل سره پیوند کړي دي او زموږ هېواد د دري، پښتو او ازبکي ادبیاتو په برخه کې د کتنې وړ پرمختګونه کړي دي او په دې اړه د ایران همکارۍ د قدر وړ دي.

جمهور رئیس غني وویل، ټولو هغو کسانو ته چې له افغانستان څخه لیدنه کوي زما لخوا د مولانا جلال الدین محمد بلخي دیوان ډالۍ کیږي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې زموږ هېواد د ژوندي فرهنګ لرونکی دی او موږ هڅه کوو چې افغانستان یو ځل بیا د آسیا په څلور لارې بدل کړو.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د اسلام مبین دین زموږ هویت جوړوي، د افغانستان خلکو په دې لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي او په دې وروستیو کې د هېواد شاوخوا څلور زرو دیني عالمانو په ښکاره ډول له امنیتي ځواکونو او د افغانستان له نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

جمهور رئیس غني د تروریزم د خطرونو په اړه وویل چې ورته خطرونه دواړه هېوادونه ګواښي، د داعش ظهور، د القاعدې د ثقل د نقطې تغییر، نړیوال تروریزم او د هغوی همکاران ټولې سیمې ته ګواښ دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت او د ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د اټومي مسئلې پر سر د توافق له امله مبارکي وویله.

جمهور رئیس غني وویل چې د دوه ګاونډیو هېوادونو په توګه زموږ مناسبات پایه دار دي او موږ هڅه کوو چې له ایران سره د افغانستان اړیکې له پخوا څخه لا زیاتې ټینګې شي.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې موږ کولای شو د ترانزیت، پانګوالۍ او د اقتصادي او بانکي همکاریو په برخوکې له یو بل سره همکاري وکړو.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغې کتنې په پای کې ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د جرمي اقتصاد او د تروریزم د خطر پر وړاندې په یوه لیکه کې ودریږي.