کور / تازه خبرونه / هغه کس ونيول سوو، چي غوښتل يې د کندهار امنيه قوماندان ووژني.

هغه کس ونيول سوو، چي غوښتل يې د کندهار امنيه قوماندان ووژني.

نن د کندهار ملي امنيت رياست يو تن ځانمرګی بريدګر هدف ته تر رسيدو مخکي ونيوی.
د ملي امنيت رياست هغه ځانوژونکی بريدګر چي غوښتل يې د کندهار پر امنيه قومندان ډګرجنرال عبدالرزق ځان وژونکي بريد ترسره کړي، ونيوی.
نيول سوی کس باز محمد مشهوره په هلال او محمد الله نوميږي د بلخ ولايت د شولګري ولسوالي اوسيدونکی دی، چي په پاکستان هيواد کي د انفجاري شبکې د مسول حاجي لالا له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو سوی وو.
ياد نيول سوی کس د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري هدف ته تر رسيدو مخکي ونيول سو، چي نوموړي پر خپل جرم اعتراف هم کړى دی.