کور / تازه خبرونه / داعش دهلمند په شمال کې جلب وجذب پيل کړی

داعش دهلمند په شمال کې جلب وجذب پيل کړی

د اسلامي دولت ډلې د هلمند په شمال کې خپلو ليکو ته جلب وجذب پيل کړی
ځايي اوسيدونکي وايي، د کجکي په ګندم ريز کې د داعش د ډلې د غړو شمېر تر سلو اوړي خو تر دې مهاله يې په کومه جګړه کې برخه نه ده اخيستي.

ولايتي اداره دلته په رسمي ډول د داعش وسله والې ډلې شتون نه تايدوي خو وايي چې د هلمند په شمال کې بېلابېلې وسله والې ډلې او قاچاقبران شته چې امنيت ته يې ګواښ پېښ کړی.
د هلمند په کجکي د داعش د وسله والې ډلې د نفوذ خبرې په داسې حال کې کيږي چې په تېره اونۍ کې د کجکي د برېښنا پر بند د درېيم توربين د نصب چارې پيل شوې.

د کجکي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر نيک محمد وايي چې، دا مهال د داعش ډلې د غړو شمير ددې ولسوالۍ په ګندم ريزسيمه کې تر سلو اوړي خو تر دې مهاله يې په کومه جګړه کې ونډه نه ده اخيستې.
نیک محمد وويل: (( دوی اوس ۱۲۰ کسه دي، خارجیان ورسره دي او هغوی ته زدکړې ورکوي او دوی وایې چې دا د داعش کسان دي نو موږ خو اوس راګیر یو دولت دې مرسته وکړي.))
نوموړی وايي، داعش چې تور بیرغونه لري، خپلو ليکو ته يې د ځوانانو په جلب اوجذب کې هڅې پيل کړې دي.
د ده په وينا له يوې خوا ددې ولسوالۍ لويه لاره د وسله والو طالبانو لخوا تړل کيږي او له بلې خوا په ځينو سيمو کې د دې ډلې شتوالي دوی انديښمن کړي دي.

د کجکي امنيه قومندان فيض الله اخندزاده هم په سيمه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې شتون مني او وايي، چې سيمه ورځ تر بلې نا امنه کيږي.

نوموړی وايي امنيتي ځواکونه چمتو دي چې د وسله والو د بريدونو مخنيوی وکړي.
فیض الله اخندزاده وایي: (( موږ ته مختلف راپورونه راغلي دي چې ۲۰۰ او ۲۵۰ تنه دي چې هغه زاړه طالبان دي اوس داعش ته اوښتي دي خو موږ ته یې هم داسې سم راپورونه نسته دوی څه نسي کولای.))
په ورته وخت کې هلمند ولايتي شورا هم ددې ډلې شته والی نه ردوي خود انديښنې وړ يې ځکه نه بولي چې دا ډله د عامو وګړو په زړونو کې ځای نه لري.
د شورا رئیس محمد کریم اتل په دغه ولايت کې د داعش د وسله والې ډلې د فعاليت راپورونه مني او وايې دولت دې د يادې وسله والې ډلې د فعاليت مخه ونيسي ترڅو د امنيت پر وړاندې شته ګواښونه له منځه ولاړ شي.
کریم اتل وويل: (( موږ چې دلته د دوی سره خبرې وکړې دوی وویل چې د داعش په نامه کسان سته او موږ د دوی سره ولیدل دولت به ژر تر ژره د دوی مخه ونیسي او که نه یې زموږ بیګناه هیوادوال به بیا شهیدان کیږی.))
د دوی په وينا چې په دې ډله کې ځينې بهرني اتباع هم شته چې دا مهال د جلب جذب ترڅنګ پوځي روزنې هم پرمخ بيايي.
خوبل لوری ته د هلمند سرپرست والي محمد نعیم که څه هم مشخص ددې ډلې نوم نه يادوي اووايي چې د کجکي ولسوالۍ د ګندم ريز او ځينې نورې هغه سيمې دي چې وسله والې ډلې او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي پکې ډيرفعاليت لري چې له همدې سيمو څخه ددې ولايت په نورو سيمو کې د نا امنيورهبري کوي.
والي وايي، په دې اړه يې د امنيت شورا سره خبرې کړي او د مرکزي ادارې سربېره به په ولايتي کچه هم ورته پلانونه ونيول شي.
د هلمند سرپرست والي وایي: (( اصلي ځای یې سنګین دی دوی هلته په زمینداور کې شتون لري او موږ هلته معلومات لرو چې دوی هلته زدکړې کوي خو یو بدترین ځای دی هلته قاچاقبران دي او شتون لري خو موږ ډیر تهدید په سنګین کې لرو او انشاالله دا به ورک کړو.))
د هلمند سرپرست والي وایي د کجکي ولسوالۍ هغه سيمې چې د دولت په ولکه کې دي په بشپړه توګه پکې امنيت ټينګ دی اود پلان له مخې به ددې ولسوالۍ نورې سيمې هم تر امنيتي پوښښ لاندې راوستل شي.
د نور هلمند په پرتله شمالي هلمند تر ډېره نا امنه دی، د داعش د وسله والې ډلې فعاليت هم دلته پيل شوی، چې په دې وروستيو کې د سيمې اوسيدونکي خبر ورکوي چې د دوی فعاليتونه ښکاره شوي او خپلو ليکو ته يې پراخ جلب وجذب پيل کړی.
دغه خبر انتخاب ویب سایټ لراوبر ته را استولی دئ