کور / تازه خبرونه / افغانستان او ایران د تفاهم یادداښتونه لاس لیک کړل

افغانستان او ایران د تفاهم یادداښتونه لاس لیک کړل

د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني په حضورکې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او د ایران د تحقیقاتو او فنآوری علومو د وزارت ترمنځ د علمي همکاریو د تفاهم دوه یادداښتونه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف لخوا پرون غرمه د تهران په ښار کې لاس لیک شول.
د تفاهم د یادداښتونو له لاس لیک وروسته، د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو په یو ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړ.

جمهور رئیس غني په دې خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان او ایران اړیکې او مناسبات لرغوني او تاریخي دي او د بېلابېلو بعدونو لرونکي دي. ده زیاته کړه چې زموږ ټینګار دا دی چې یو نوی فصل رامنځته شي ترڅو ستونزې په اساسي ډول وڅېړل شي او حل لارې ورته ولټول شي.

جمهور رئیس زیاته کړه چې له موجودو فرصتونو څخه باید په سیمه کې د دوه اړخېزو، درې اړخېزو او څو اړخېزو همکاریو اود خطر له نقطې څخه د سولې، ثبات او د سوکالۍ په یوې نقطې باندې د سیمې د بدلولو لپاره استفاده وشي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، موږ نن د تروریزم او د هغه د نویو بڼو له جدي خطر سره مخامخ یو، هره ورځ قرباني ورکوو او له وحشت او بربریت سره مخ یو.

جمهور رئیس په دې باندې په ټینګار سره چې له سیمه ایزې همکارۍ پرته د داعش په څېر شومه پدیده نشي مهاریدلی، وویل چې له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې زموږ د ملت اراده قوي ده او افغانستان به د دا ډول حرکتونو هدیره وي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره چې د اسلام د مبین دین تصویر یې غلط خپور کړی دی زموږ د دوه اړخېزو همکاریو چوکاټ اساسي دی. اسلام رحماني دین دی نه د تاوتریخوالي دین، نو زموږ ګډې عقیدې او ګډ فرهنګ د هر اړخیزې همکارۍ اساس ایجابوي.
جمهور رئیس غني د ترانزیتي سیستم په رامنځته کولوکې د ایران همکاري افغانستان ته حیاتي وبلله، وې ویل چې ډېر ژر به ګډ اقتصادي کمیسیون او همدا راز ګډ امنیتي کمیسیون، په دې برخه کې موجودې ستونزې په اساسي ډول وڅېړي او د دواړو هېودونو ترمنځ د همکارۍ فرصتونه به و ارزوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني دې ته په اشارې سره چې افغانستان د کانونو، پریمانه اوبو او د کرنیزې ګټورې ځمکې لرونکی هېواد دی او خلک یې د ثبات، سوکالۍ او د سیمه ایزې همکارۍ لپاره قوي اراده لري، ټینګار وکړ چې دغه هېواد به د ترانزیت په یوه محوري سیمه او د انرژۍ د سوداګرۍ په مرکز بدل شي.
جمهور رئیس غني وویل چې د افغانستان پیدا وارو ته د بازار رامنځته کول او د عصري کرنې لپاره چې له نړیوال بازار سره اړیکه ولري، هغه مسئله ده چې د نیشه یي توکو د له منځه وړلو لپاره د اساسي حل لارې میکانیزم ایجابوي او په دې اړه زموږ همکاري اساسي ده.

په دغه خبري کنفرانس کې حسن روحاني وویل چې ایران ته د جمهور رئیس غني او د هغه د ملګري پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د هغې له جملې څخه د اقتصادي، انرژۍ، صنایعو، کانونو، سوداګرۍ او اقتصادي پانګونو، ترانزیت او د اوسپنې پټلۍ په برخوکې د همکاریو د لا پراختیا او همدا راز د ایران د جنوبي بندرونو د پراختیا په لاره کې چې وکولای شي افغانستان او نور شرقي او شمالي هېوادونه له آزادو اوبو سره وصل کړي، د همکاریو د پراختیا لپاره یو پیل وي.
سرچینه: ارګ مطبوعاتي دفتر