کور / تازه خبرونه / د اداري فساد ادعاوې پولیسو ته د برتانیا د مرستو د مخنیوي سبب شوې

د اداري فساد ادعاوې پولیسو ته د برتانیا د مرستو د مخنیوي سبب شوې

نړېوالو رسنیو په افغانستان کې د اداري فساد او په دې هېواد کې د میشت بریتانوي سرتیرو ته د ملاریا ناروغۍ درمل ورکولو په اړه مطالب خپاره شوي دي.

ټایمز:

د بریتانیا چاپ ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼې کې یو مطلب لیکلی چې عنوان یې دی “د اداري فساد ادعاوې د افغانستان پولیسو ته د بریتانیا د مرستو د مخنیوي سبب شوې.”

ورځپاڼه لیکي، بریتانیا له افغانستان سره د څو میلیارده ډالرو مرستې په برخه کې خپله ونډه د فساد د هغو ادعاوو وروسته بنده کړه چې د ملګرو ملتونو په قراردادونو کې د ناسم مدیریت په برخه کې شوې وې.

د دې قرارداد له مخې د افغانستان د یو لکو پنځه پنځوس زرو پولیسو د معاشونو د ورکړي سیسټم تنظیمیږي او په دې سیسټم کې د بریتانیا ونډه ۲۲ میلیونه پونډه وه چې هغه یې ۷۰ میلیونو ته لوړه کړې وه؛ خو اوس د دې پیسو ورکول ځنډول شوي دي.

د دې پروژې له مخې څو هېوادونو ۳۳۵ میلیونه پوڼده د ملګرو ملتونو له لارې افغان حکومت ته ورکولې؛ تر څو دافغان پولیسو معاشونه ورکړي. د کورنیو چارو وزارت دغه پیسي خپلو سیمه ییزو ادارو ته انتقال کړي چې په پولیسو یې وویشي.

ورځپاڼه لیکي، دغه پیسې اصلي ځای ته نه دي رسیدلي او د پولیسو مشرانو او چارواکو د لارې په اوږدو کې ګرځولي دي. په افغانستان کې بریتانوي چارواکي د دې پروژې په هکله او دا چې دغه پیسې ځیني وختونه مربوطو مراجعو ته نه رسیږي؛ خبر دي.

ټایمز زیاتوي، په بهرنیو پروژو کې د فساد ادعاوې عادي دي؛ خو د دې ستونزو هواری چې د څو نړیوالو ادارو او یا نورو هېوادونو له خوا پر مخ وړل کیږي؛ آسانه کار نه دی.

د افغانستان د پولیسو د معاشونو د ورکړې په پروژه کې چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې یا UNDP له خوا تطبیق کیږي؛ د بریتانیا په ګډون د څو هېوادونو مرستې شاملې دي.

د ټایمز په خبره، په افغانستان کې ځیني سرچیني وایي؛ په ځینو مواردو کې د پولیسو په نوم جعلي بانکي حسابونه پرانستل شوي او پیسې هلته انتقال شوي دي چې کله کله د معاشونو پیسې د ورکړې پر لاره ورکې شوي دي.

انډیپنډنت:

د بریتانیا چاپ یوې بلې ورځپاڼې انډیپنډنټ یو مطلب خپور کړی او لیکي چې په افغانستان کې سلګونو برتانوي سرتیرو ته د ملاریا ضد داسې درمل ورکړل شوي چې د دماغي روغتیا لپاره خطرناکه دي.

د لاریم په نوم دغه درمل چې سرتیرو ته ورکړل شوي؛ رواني ناورغۍ لکه خپګان او نورې داسې ستونزې رامنځته کوي چې دغه کسان د ځان وژونې پر لوري بیایې.

اینډیپنډنټ زیاتوي، دغه درمل په افغانستان کې شاوخوا زرو برتانوي ښځو او نارینه سرتیرو ته ورکړل شوي دي چې اوس تر درملنې لاندې دي.

د بریتانیا دفاع وزارت په همدې وخت کې وایي چې د دې درملو خطر د ملاریا ناروغۍ په مقایسه چې په افغانستان کې دغو سرتیرو ته ورپیښې شوې وې؛ ډیر لږ و او له همدې کبله د دوی په خبره اوس هم په پوځ کې د ملاریا ناروغانو ته د دې درملو ورکولو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي، ځیني برتانوي چارواکي له دې اقدام سره مخالف دي او که د بریتانیا راتلونکی حکومت د کارګر ګوند تر مشرۍ لاندې وي؛ نو په ځانګړي ډول په پوځ کې دننه به د ملاریا په ناروغۍ اخته کسانو ته د دې درملو د ورکړي په اړه له سره غور وشي.