کور / تازه خبرونه / ځانمرګي برید۱۳۸تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ځانمرګي برید۱۳۸تنو ته مرګ ژوبله واړوله

راپورونه وايې،چي نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کي ځانمرګي برید سوي،چي له امله يې ۳۳ تنه وژل سوي او ۱۰۵ نور يې ټپیان کړي دي.
د دغه ولایت دعامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب کامه وال وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې ته څېرمه دکابل بانک مخې ته د موټر سایکل په وسيله ځانمرګی برید سوى چې په خبره يې ۳۳ تنه يې وژلي او ۱۰۵ تنه يې ټپیان کړي دي.
بلخوا د ننګرهار امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد وايې،چي په ځانمرګي برید کي ۳۰تنه وژل سوي او ۵۰ تنه ټپیان دي،چي تر اوسه معلومه نده،چي په وژل سوو او ټپیانو کي څومره يې پولیس او څومره هم ملکي وګړي دي.
په دغه ځانمرګي برید کي د ډېرو ټپیانو روغتيايي حالت ښه نه دئ.
په ورته وخت کې د جلال اباد ښار مستوفیت چوک ته څېرمه ډولکي بابا زیارت کې د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپیان سوي دي.
د دغو پیښو په اړه تر اوسه وسله والو په خپله څه نه دي ويلي.