کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نمونيي خادم نمونيي کتاب چاپ سو

د نمونيي خادم نمونيي کتاب چاپ سو

د انسانانو تر منځ د ميني او محبت، احترام او درنښت او دې ته ورته احساساتو د رامنځ ته کولو له پاره الله تعالی بېل څيزونه لامل ګرځوي. ځيني انسانان د خپل ښايست، ځیني د خپلي هوښيارۍ، څوک د خپل علم، بعضي د خپل تدبير او ځيني بيا د خپلي سپېڅلتيا او ښو اخلاقو له کبله د دې باعث ګرځي چي په نورو انسانانو کي د ميني او احترام احساسات راوپاريږي.

ما پخپله تر ډېر وخت پوري داسي څوک نه پيژاند چي انسانيت، اخلاق، سپېڅلتيا، زړسوی، تجربه، په لوړه اندازه علم او پوهه خو بيا هم خاکساري، ښکلا او تقوا او دينداري ټول پکښې پر يوه ځای راټول سوي وي. خو د هغه الله حمد و ثنا وايم چي اول يې داسي انسانان پيدا کړي او بيا يې په ما ناچيز يو داسي انسان وپېژاند او زما خوږ دوست، ملګری او استاد يې وګرځاوه. دغه دروند د ميني او احترام وړ شخصيت ښاغلی ډاکټر محمد اکبر وردګ دی.

بې ساری خدمت

ښاغلي ډاکټر صاحب چي د پښتو ژبي له پاره کوم خدمتونه په يوازي سر کړي دي، د هغه د تللو له پاره نه ترازو سته، نه پله، نه بېلګه او نه ساری.

د ډاکټر صاحب فرانسوي پښتو قاموس په ۲۰۰۵م کال کي د معتبره او علمي مطبعې L’Asiathèque له خوا چاپ سو، چي دا د فرانسوي پښتو لومړی قاموس ؤ چي يوه ډېره لويه تشه يې ډکه کړه. تر دې تقریبا لس کاله دمخه هم دغي مطبعې د ډاکټر صاحب د پښتو فرانسوي قاموس چاپ کړی وو چي د خپل طرز لومړی مهم او لويي تشي ډکوونکی سيند ؤ. د يادو دواړو مهمو او ارزښتناکه قاموسونو په ليکلو کي ښاغلي حبيب کبير هم برخه اخيستې وه.

له تيرو نزدې شپږو کالو راهيسي ډاکټر صاحب د پښتو فرانسوي قاموس پر يوې نوي بڼي کار کاوه چي غوښتل يې خپل هغه پخوانی قاموس نور هم پراخ کړي. په کوم علمي معيار، دقت، امانتدارۍ او له مسئوليت څخه په ډک احساس سره چي ډاکټر صاحب پر دغه قاموس کار کاوه، ما ته يې د شاهد پاتېدو موقع راکړې وه. ډاکټر صاحب په دغو څو کالو کي د صحي لانجو باوجوده هيڅکله کار ته وقفه ور نه کړه او نه يې هم ځان ته ټاکلی لوړ علمي او د امانتدارۍ معيار راکښته کړ.

زېری

د علمي نړۍ، د ژبو مينه والو او په زياته بيا افغان ولس ته زېری ورکوم چي د ډاکټر محمد اکبر وردګ دغه پښتو فرانسوي نوی قاموس اوس له چاپه راوتلی دی. دغه قاموس چي پکښي تقريبا ۴۱۰۰۰ پښتو لغتونه يا ويونه په فرانسوي ژبه ترجمه سوي دي او ۱۱۳۰ مخه لري، د لکسيکوګرافي د علمي معيارونو له مخي د پښتو ژبي يو بې ساری اثر دی.

احمدولي اڅکزی

په داسي حال کي چي په مخکنيو ځينو پښتو قاموسونو کي تکراري او غير ضروري ترکيبي کليمې د کتاب د پنډېدو لامل ګرځېدلي، ډاکټر صاحب په خپل نوي قاموس کي دغه موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. له هغه سره سره تقريباً ټول هغه پښتو لغتونه چي په پخوانيو پښتو قاموسونو کي راغلي ول، په دغه قاموس کي هم موندل کېدلای سي. په ورځني ژوند کي د استعمالېدونکو لغتو څخه نيولې بيا تر ادبي، علمي، تخنيکي، طبي، مهم لهجوي او حتی د ماشومانو او مېرمنو تر ځانګړو لغتونو پوري په دغه قاموس کي راغونډ کړل سوي دي.

د پښتو بې سارې بډايه پانګه

د پښتو فرانسوي دغه قاموس به انشالله د خپل لوړ معيار په سبب نه يوازي دا چي راتلونکو پښتو قاموس ليکونکو ته يو مشعل او رهنما وي، بلکي په دغه قاموس کي راټوله سوې د پښتو بې سارې غني، چاڼ سوې او د قاموس ليکني د معيارونو سره سمه ترتيب سوې پانګه به د دغې ژبي له پاره يوه دايمي او بې بها خزانه وي.

د قاموس ليکنې وظيفه عموما د يوې کاري ډلې، انستيتيوت يا د علومو اکاډمۍ د کومي ډلې پر غاړه وي. عموما د داسو لويو علمي پروژو د پوره کولو له پاره زياتو کارپوهانو، مالي او تخنيکي وسايلو ته اړتيا وي چي زياتره وخت د دولتونو له خوا تمويليږي. خو دا چي افغانان هم له دولتي او هم له اقتصادي پلوه له دغو منابعو او امکاناتو څخه محروم دي، د يو واحد خادم په مټ د يوې دومره لوړي علمي پروژې پېلول او په نړيوال علمي کېفيت پای ته رسول نوی ارزښت پيدا کوي.

بل زېری دا دی چي تر دې دمخه چي د ډاکټر صاحب پښتو فرانسوي نوی قاموس له چاپ څخه راووزي، هغه د فرانسوي پښتو قاموس د نوي بڼي په ليکلو پېل کړی ؤ. د دغه قاموس کار هم تر زياتي اندازې پر مخ تللی او لا ورباندي کار روان دی. د ټولو افغانانو او له علم سره مينه درلودونکو کسانو څخه هيله کوم چي د ډاکټر صاحب د اوږد ژوند او ښه صحت له پاره دعا وکړي چي علمي نړۍ او پښتو ژبه د ډاکټر صاحب د لوړ علمي معيار څخه نور ثمر هم وويني.

تر کوم وخت پوري چي ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ او د هغه په شان سپېڅلي او علمي شخصيتونه د افغانانو تر منځ وي، د يو ښه او روښان راتلونکي له پاره به هيلي ژوندۍ او تازه وي.

د الله تعالی څخه د ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ له پاره د هغه د خدمتونو له پاره عظيم اجر او ثواب غواړم. الله دي زموږ ولس د ډاکټر صاحب په شان په نورو خادمانو هم ونازوي. آمين

_________________________________________________
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه

_________________________________________________

http://www.asiatheque.com/fr/book/dictionnaire-general-pashto-francais

Dictionnaire général pashto-français
Auteur: Wardag Akbar
Support : Livre(s) seul(s)
ISBN : 978-2-36057-057-7
Poids : 1175 g
Format du livre : 13,5 x 21,5
Nombre de page : 1 136
Version : français
Première publication : 2015
Dernière édition : 2015