کور / هراړخیز / جمعه خان همدرد نه قاتل دى، نه غاصب او نه هم څارنوالي کی دوسیه لری

جمعه خان همدرد نه قاتل دى، نه غاصب او نه هم څارنوالي کی دوسیه لری

رزاق مامون چې ځان معاصر شننونکی او لیکوال ګڼې ، په کورنیو او بهرنیو مسایلو باندی په خپل شخصی ویبلاګ یا ویب پاڼه باندی لیکنی خپروی که ټول تحلیلونه یی د وروستۍ لیکنې په څیر ( راز حمله بر مزار شريف چي بود ) وی ، نو نه یواځی علمی شخصیت یی تر سوال لاندی راځی بلکه څرګنده ده چی معلومات یی هم کمزوری دی

دوی د حزب اسلامی افغانستان په مطرح څیرې ، سلاکار وزیر او د پکتیا ولایت په سرپرست والی الحاج جمعه خان همدرد باندی بی بنسټه تور لګولی چی هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول عقلانې منطق نلري.

زه ملي شخصيت او د حزب اسلامی افغانستان د مهم غړی الحاج جمعه خان همدرد د ویاند په توګه نه یواځی ددوی هغه بی بنسټه او مشکوکه ادعا ردوم بلکه غوارم ښاغلی مامون پوه کړم چی مشر همدرد نه قاتل دی ، نه غاصب او نه هم په څارنوالی کی دوسیه لری ، چی هلته حرج جوړ کړی او په همدی پلمه ټولو دوسیو ته څه چې، آن تول تعمیر ته اور ورته کړی .
ښاغلی مامون باید پوه شی چی هلته د چا د غصب ، قچاقو او قتلونو دوسې څیړل کیدلی ، دا حقیقت نه یواځی په ملی بلکه په نړیواله کچه څرګند دی .

لمر په دوه ګوتو نه پټیږې ، یوه ورځ به دا ټول حقیقتونه را څرګند شی چی خایین څوک او وطنپال څوک

دا څو کرښې می ددی لپاره ولیکلی تر څو زمونږ پیاوړی لیکوال ښاغلی رزاق مامون خپلی تیروتنې ته متوجه کړم ، لوستونکی دي پخپله قضاوت وکړی.

په درناوی