کور / هراړخیز / بې موره ميوند، بې فيضي هلمند او يو قاتل پلار

بې موره ميوند، بې فيضي هلمند او يو قاتل پلار

ميوند،
هو ميوند،
هغه ميوند نه يادوم چي له لسگونو کالو راهيسې د يوې مېړنۍ مېرمنې د زړورتوب، مېړانې، باتورۍ کيسه کوي.
هغه ميوند نه چي د تندې وهليو غازيانو وينې او خولې يې لا پر کاڼي کاڼي او پرښه پرښه ځلېږي.
هغه ميوند نه چي يوې ملالې پېغلې يې پر اوږو د مېړانې، ننګ او شهامت بيرغ هوار کړی وي، هغه ميوند يادوم چي سترګې يې د يوه خونړي وحشت کيسه کوي.
هغه ميوند يادوم چي ماشومې سترګې يې زر پوښتنې کوي، خو څوک دی چي ايله يوې پوښتنې ته يې هم ځواب وويلای سي.
ميوند دوه مياشتې وړاندې نړۍ ته راغلی، سترګې يې د نړۍ پر يوه مهربانه څېره رڼې سوې، د ميوند پر انسانانو مينه راغله، خو د وحشت يوې زورورې څپېړې يې په دوه مياشتنۍ کې سترګې له اوښکو ډکې کړې.
ميوند ترهېدلی دی او اوس ته وا د هر انسان په څېره کې لېوه ويني، ميوند ته اوس هر انسان قاتل ښکاري او ښايي د عمر تر پايه پورې انسان د خدای د يوه وحشي مخلوق په توګه وپېژني.
ميوند زما د دوو مياشتو خوریی دی او څو ورځې وړاندې ورڅخه خپل سکني پلار د مور مينه، د مور سيوری او د مور خواخوږي واخيسته.
ميوند خپل پلار بې موره کړ، يوه زورور پلار د نړۍ تر ټولو کمزوری مخ په څپېړه وواهه.
جميله فيضي د ميوند مور او زما سکنۍ خور ده، ورځې تېرې شوې چي يوه غيرتي؟ انسان ميوند جان يتيم او زه بې خوره کړم.
صالح محمد صالح دسیدمحمد زوی او د هلمند د نوزاد ولسوالۍ دپخوانې ولسوال سیدمراد سادات ورور يو پردی سړی و او مودې وړاندې مې ورته په لومړي ځل اخښی ووايه.
خور مې د هغه کور ودان کړ، له هغه سره يې بدې ورځې تېرې کړې، ناکام يې وکړ او د بنتوب درد يې د همدې انسان لپاره تېر کړ، ګل غوندې ميوند يې نړۍ ته راووړ، غيرتي؟ اخښي څو ورځې وړاندې د خورکۍ تر ستونې د اوتو تار تاو کړ او په دې توګه يې د تل لپاره پر هغو سترګو لاس راتېر کړ چي بې شمېره اوږدې شپې يې د همدې لاسونو تڼاکو ته، په اوښکو لندې تېرې کړې وې.
له نن څخه دوه مياشتې وړاندې له خورکۍ سره د خپل خاوند، بنې او د لېوره د يوه زوی خبره واوښته، لانجه شوه، کشالې جوړې سوې او د خورکۍ په اخيري سلګۍ پای ته ورسېدې.
ميوند د نړۍ د تر ټولو ستر وحشت عيني شاهد دی، ميوند په خپل دوه مياشتني ژوند کې د خپلې مور په دار ځړول په سترګو ليدلی، ښايي فکر به یې کاوه چي مور يې د ده د خوشحالولو لپاره پر بالښت خېژول سوې، ښايي فکر به يې کاوه چي مهربانه؟ پلار يې د ده د ساعت تېري لپاره د کوټې په تير پسې کوم ګلاب راځړوي، خو خبر نه وو چي د يوه سپېڅلي ګلاب د اعدام منظره ګوري.
هې! ميوند د خپلې مور وروستيو سلګيو ته خندلي، ميوند د نړۍ تر ټولو شديد درد په خندا تېر کړ.
پښتانه وايي، د خوار يا ژړا ده، يا ښېرا!
څه سول د بشر د حقونو مدافعان، څه سول د ښځو د حقونو د خونديتوب نغاره چيان، څه سول د دولت هغه لوړ پوړي چارواکي چي هره خبره يې د مظلوم په ملاتړ پيلېده.
بې موره ميوند درڅخه يوه پوښتنه کوي،
تر ما مظلوم څوک وينئ؟

هې! ميوند د خپلې مور وروستيو سلګيو ته خندلي، ميوند د نړۍ تر ټولو شديد درد په خندا تېر کړ.
پښتانه وايي، د خوار يا ژړا ده، يا ښېرا!
څه سول د بشر د حقونو مدافعان، څه سول د ښځو د حقونو د خونديتوب نغاره چيان، څه سول د دولت هغه لوړ پوړي چارواکي چي هره خبره يې د مظلوم په ملاتړ پيلېده.
بې موره ميوند درڅخه يوه پوښتنه کوي،
تر ما مظلوم څوک وينئ؟