کور / تازه خبرونه / روزګان: طالب پلوي پوليس دوه سيمه ايز پوليس وژلي دي .

روزګان: طالب پلوي پوليس دوه سيمه ايز پوليس وژلي دي .

نن پنج شنبه سهار د اروزګان ولايت د چار چينو ولسوالۍ د شهيد حساس د سر سيني کوتل په سيمه کي د امنيتي پوستې دوه تنه سيمه ايز پوليس وژل سوي دي او نفوذي کسان د وسله والو سره يو ځاى سوي دي.
د چارچينو ولسوالۍ مرستيال قومندان نعمت الله روښان وايې ، چي نن سهار شاوخوا شپږ بجې د يادي سيمي د امنيتي پوستې قومندان د هغه ورور او بل ملګري پوليس يې خپل دوه نور ملګري پوليس يې وژلي او بيا په تېښته بريالي سوي دي.
نوموړى وايې د پوليسو جسدونه يې د سيمي څخه مرکز ته را انتقال کړي دي او د تښتيدلو کسانو پلټنه روانه ده..
وسله والو طالبانو ددي بريد مسوليت منلى دى او ادعا يې کړي چي دوو تنو نفوذي کسانو دوه پوليس وژلي او وسلي يې له ځان سره وړي دي.