کور / تازه خبرونه / د امنيت د شورا د پرېکړي په غبرګون کي د جنوب د خبريالانو ناسته

د امنيت د شورا د پرېکړي په غبرګون کي د جنوب د خبريالانو ناسته

د جنوب د رسنيو مسولينو او خبريالانو د يوې ناستي پرمهال د ملي امنيت د شورا د هغې پرېکړي په غبرګون کي ناسته کړې کوم چي امنيه قوماندانان يې د امنتي پيښو پرمهال د معلوماتو د ورکولو څخه منعه کړي دي.
نژدې يوه اونۍ کېږي چي د ملي امنيت شورا کورنيو چارو وزات ته دغه امر کړی.
او د امنتي پېښو پرمهال يې امنيه قوماندان او د هغوي وياندويان له مطبوعاتو سره د معلوماتو د ورکولو څخه منعه کړي دي.
د حکومت دغي کړني په جنوب کي د پريس کلب او د خبريالانو د ملاتړ يا نۍ ادارې د مسولينو تند غبرګونونه له ځان سره لري .
په کندهار کي د خبريالانو د ملاتړ يا نۍ ادراې مسول سمع غيرتمل دا کړنه د فساد د ډېروالي، د جنايي جرمنو د لوړېدو او د ستونزو د زياتېدو لامل بولي.
په کندهار کي د پريس کلب مشر او د امريکا ږغ راډيو د دري څانګي خبريال سيد سرور اماني د بيان ازادي د حکومت د لويو لاسته راوړنو څخه بولي او دغه ډول کړڼي ټولي لاسته راوړڼي د خاورو سره خاوري کوي.
که څه هم په کندهار کي خبريلان د بيان ازادي د لويو لاسته راړونو څخه ګڼي، خو د امنيت شورا دغه پرېکړه په هيواد کي د بيان آزادۍ پر وړاندې يو خنډ بولي.
په زابل کي د اريانا ټلويزيون خبريال بشير احمد فيضان او د کندهار پريس کلپ منشي بشير صالح بيا هم ورته نظرونه لري، دوي د ګډ حکومت څخه غوښتنه کوي چي د خبريالانو په مخ کي دي پرتې ستونزي ورته حل او له دې پرېکړي څخه دي تير سي.
ددوي وايي، چي د امنتي پيښو پرمهال په يوه وخت کي د کورنيو چارو وزات هم نه سي کولای چي ټولو رسنيو ته معلومات ورکړي.
په کندهار کي خبريالانو ګواښ وکړ که يې غوښتني ونه منل سي د حکومت د پرمختګونو د خپرولو سره به هم پرېکون اعلان کړي او پر ورته موضوع به تعقيبي ناستي هم ولري.