کور / تازه خبرونه / د زابل په عملياتو کې ډېرى قرغيزستاني وسله وال وژل شوي

د زابل په عملياتو کې ډېرى قرغيزستاني وسله وال وژل شوي

د زابل په عملياتو کې ډېرى قرغيزستاني وسله وال وژل شوي

د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد رسنیوته وویل چې له پرون
نيمې شپې راهيسې د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې پيل شوي
عمليات په برياليتوب سره روان دي.
هغه زياته کړه چې تر اوسه په دغو عملياتو کې د يو شمېر مهمو قوماندانانو
په ګډون ٤٨ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
نوموړى وايي چې د دې جګړې په وژل شوو کسانو کې ډېرى د قرغيزستان وسله وال
دي چې يواځې په روسۍ ژبه خبرې کولى شي.
جنرال عبدالحميد دغه راز وويل چې په وژل شويو وسله والو کې يوه
قرغېزستانۍ ښځه هم ده، چې د کومانډو جامې يې په تن وې او بله قرغېز ښځينه
وسله واله په ټپي حالت کې نيول شوې او اوس تر درملنې لاندې ده.
د هغه په وينا، تر اوسه دا عمليات په برياليتوب سره روان دي او دوى هڅه
کوي چې تښتول شوي کسان په خوندي توګه وژغوري