کور / تازه خبرونه / د طبعي پېښو سره د مبارزې کمېسيون غړو د اجرايوي رئېس سره وکتل

د طبعي پېښو سره د مبارزې کمېسيون غړو د اجرايوي رئېس سره وکتل

له طبیعي پېښو سره د مبارزې عالي دولتي کمېسیون غړو نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وليدل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې په پنجشېر کې د شهیدانو شمېر ۱۹۶ تنو ته رسېدلی دی.
هغه وویل، چې د هېواد په نهو ویشتو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله تلفات رامنځته شوي، چې تر ټولو ډېر یې په پنجشېر ولایت کې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې سږنۍ طبیعي پېښې په هېواد کې بې سابقه وې او له ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو یې مننه وکړه، چې به وخت یې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ودانګل او هغوی یې وژغورل.
جلالتماب اجرایوي رییس وویل: په مرکز او ټولو ولایاتو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې کمېټې په کار بوختې دي او بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.تېره ورځ د سالنګونو لاس پرانیستل شوه، نن به لویې لارۍ هم پرې تګ راتګ پيل کړي. له دې سره به برېښنا شرکت هم لاړ شي د برېښنا په جوړولو به لاس پورې کړي، څو د کابل ښار د برېښنا جریان عادي حالت ته وګرځي.
په غونډه کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې عالي دولتي کمېسیون غړو ادارو او وزارتونو په نوبت خپل کاري رپوټونه او وړاندیزونه اجرایه رییس ته واورول او معلومات یې ورکړل. د دې کمېسیون ټولو غړو زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستو له رسولو ډاډ ورکړ؛ خو د سېلابونو له راوتلو یې اندېښنه ښکاره کړه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت په پنجشېر کې د دوو زرو کورنیو لپاره د خوراکي توکیو د استولو چمتووالی وښود او کلیو او پراختیا وزارت د سېلابونو د مهار کولو لپاره د ۸۶ زره ګبیون بکسو د پېرولو غوښتنه وکړه.
اجرایوي رییس اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې په هېواد کې د سېلابونو د راوتلو او وضعیت په اړه کره څېړنه او ارزونه وکړي او رپوټ یې هغه ته وسپاري.
نوموړي وویل، چې په دې اړه یې له ایساف سره هم خبرې کړي او هغوی به هم په راتلونکیو دوو میاشتو کې د وضعیت او طبیعي ګواښونو په اړه د خپلو ارزونو رپوټ وړاندې کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه: د دې لومړیتوب په پام سره چې له زیانمنو شویو کورنیو سره د هغوی په سیمو کې باید مرستې وشي، دېته هم باید چمتووالی ونیول شي، که وضعیت خراب شي یوشمېر کورنۍ بېځایه کړي او ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي مالیې وزارت، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې کمېټې او له طبیعي پېښو سره د عالي دولتي کمېسیون د همغږي کوونکي ټيم مشر ویس برمک ته دنده وسپارله، چې ټولو ولایاتو ته له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره استول شوې پېسې او نور توکي تعقیب کړي، چې اړوندو کسانو ته ورسېږي.
اجرایوي رییس د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره د خلکو مرسته بې سارې وبلله او ویې ویل، دا پېښې ښکاره کوي چې هېوادوال مو له څومره لوړ احساس نه برخمن او یو د بل په غم غمجن دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله له امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول مننه وکړه، چې د طبیعي پېښو پرمهال یې له خلکو سره مرسته کړې او ویې ویل: له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره بانکي حساب پرانستل شوی یوشمېر سوداګرو مرستې کړي او نور خلک هم مرستې کوي. چې له ټولو یې مننه کوم.