کور / تازه خبرونه / زابل: دداعش د ۳۲ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو.

زابل: دداعش د ۳۲ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو.

په زابل کي د داعش د دوه ديرشو وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو .

د زابل امنيه قوماندان د دې ولايت په خاک افغان ولسوالۍ کي په داعش پوري اړوند د دوه ديرشو وسله والو د وژلو خبر ورکوي .
د زابل امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني نن په مرکز کلات کې خبريالانو ته وويل ، چې دا عمليات تېره شپه درې بجې د خاک افغان ولسوالۍ په دوو بيلابيلو سيمو کي سوي دي ، چي پر مهال يې ۳۲ تنه د داعش وسله وال وژل سوي دي ، نوموړی په دې عملياتو کي د ځانمرګي بريد دپاره د چمتو سوي يو واسکټ د نيولو څخه هم خبر ورکړ .
تر دې مخکي امنيه قوماندان او نورو چارواکو په زابل کي د داعش شتون رد کړی وو .