کور / تازه خبرونه / کندهار: ملي امنيت د دريو وسله والو د نيولو خبر ورکړ

کندهار: ملي امنيت د دريو وسله والو د نيولو خبر ورکړ

د کندهار د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د کندهار ملي امنيت رياست ٣ وسله وال ، چې په ترورستي،انتحاري او بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيول.
نيول سوي کسان احمد ګل، شفيع الله او احمدالله نوميږي چي د کندهار او هلمند ولایتونو اوسیدونکي دي.
نوموړو ٣ تنو وسله والو د کندهار په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او ترورستي فعاليتونه کول، چي د ملي امنيت د منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.