کور / تازه خبرونه / افغان دولت اسلام اباد ته دډیفلوماتانو پرنیولو احتجاج وکړ.

افغان دولت اسلام اباد ته دډیفلوماتانو پرنیولو احتجاج وکړ.

افغان دولت د پاکستاني پولیسوله خوا د افغان ډیپلوماتانو د نیول کیدو له کبله پاکستان ته سخت احتجاج کړی دی.
د راپورونو له مخې د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا پولیسوپه پیښور کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ څلورډیپلوماتان ونیول او د څو ساعتونو لپاره یې په توقیف کې وساتل.
په کابل کې د پاکستان سفیرسیدابرارحسین پرون د بهرنیو چارو وزارت ته احضار سو او له دې کبله د افغانستان د حکومت سخت احتجاج ور وسپارل سو.
د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وايي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د پاکستان سفیرته وویل چې د پاکستاني پولیسو دا چلند د ډيپلوماتیکو اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده.
بیان د ښاغلي خلیل کرزي له قوله زیاتوي چې وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي او همکارۍ اوس یوه نوي پړاو ته رسیدلي او په دې حرکاتو سره باید دا اړیکي زیانمن نه سي.