کور / تازه خبرونه / ریس خدایداد اعدام شو، خو ګڼي پوښتني بې جوابه پاته دي

ریس خدایداد اعدام شو، خو ګڼي پوښتني بې جوابه پاته دي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډیره د ریس خدایداد اعدامولو او د سولې د بهیر په اړه راټوکیدلو هڅوته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې ریس خدایداد ولاړخو ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاته دي.

ورځپاڼې په مطلب کې لیکلي، چې ریس خدایداد په کابل او ولایتونو کې د غلو او انسان تښتوونکو د څو شبکو مشري کوله.

ورځپاڼې لیکلي، ریس خدایداد اعدام شو، خو دا پوښتنې بې ځوابه پاته دي، چې د خدایداد نور ملګري څوک وو؟ څنګه یې دومره لوی جرمونه کول؟ له حکومت او هېواده بهر یې ملګري څوک وو؟.

سرنوشت د ریس خدایداد د مورهغه لیک ته اشاره کړې، چې ولسمشرته یې لیکلي او ورته یې ویلي، چې له ریس خدایداد سره لوړ پوړي دولتي چارواکي هم شریک دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د غلو یوخطرناک مشر، ریس خدایداد اعدام شو.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د ملي امنیت د یوې خبرپاڼې په حواله لیکلي، چې ریس خدایداد پرون له غرمې مخکې په څرخي پله زندان کې اعدام شو او محاکمه یې هم په تیره جنوري میاشت کې بشپړه شوه.

هېواد لیکلي، چې د ریس خدایداد یو همکارپه شل کاله بند او درې نورپه ۷و۷ کلونو بند محکوم شوي دي.

محور غیردولتي ورځپاڼې بیا د سولې په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د سولې نوي فرصتونه، خنډونه او مخالفتونه.

د مطلب لیکوال وایي، چې د لومړي ځل لپاره د وسله والو مخالفینو او حکومت ترمنځ د سولې د خبرو پیل ته هیلې او تمې زیاتې شوي، خو د لیکوال په باورداسې بریښي، چې دا خبرې به ډیر وخت ونیسي او د بندو دروازو تر شا به وشي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې د ولسمشراشرف غني له اقداماتو ښکاري، چې سوله ورته ارزښت لري او د ولسمشردا خبره یې را نقل کړې چې د پخوا په پرتله اوس سولې ته زمینه برابره شوې ده.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې په اړه خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی، چې د سولې او جګړې ګډې هیلې او اندیښنې.

ورځپاڼې د اشرف غني په حواله لیکلي، چې د پاکستان اخلاص طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي دي.

ویسا ویلي، چې د ولس ستر ارمان د جګړې ختمیدل دي او ښایي هغه کسان هم له جګړې ستړي وي، چې جګړه یې پيل کړې او وایي، به چې د وژنو او ماتمونو لړۍ اخر تو کومه؟