کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۴ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۴ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ تنه ټپيان دي او يو بل ژوندى نيول شوى دى او تر څنګ ئې يوشمېر وسلې هم نيولي سوي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، کندهار، غزني، هرات، فراه او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.