کور / تازه خبرونه / د ملي اردو شپږ سرتيري او څوارلس طالبان وژل سوي دي .

د ملي اردو شپږ سرتيري او څوارلس طالبان وژل سوي دي .

د ملي دفاع وزارت په کندهار او هلمند ولايتونو کي د ۱۴ وسله والو مخالفينو او د ملي اردو د شپږو سرتيرو د وژلو خبر ورکوي .
د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته رسيدلې خبرپاڼه وايې ، چي دا عمليات تير ۲۴ ساعته د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندي د کندهار او هلمند ولايتونو په بيلابيلو برخو کې تر سره سوي دي .
خبرپاڼه وايې ، په عملياتو کي د دولت څوارلس تنه وسله وال مخالفين وژل سوي او وسلې او چاوديدونکي توکي هم سرتيرو په لاس ورغلي دي .
خبرځای په ماينونو او د وسله والو طالبانو په بريد کي د ملي اردو د شپږو سرتيرو د وژل کيدو څخه هم خبر ورکوي .