کور / تازه خبرونه / دپېښور پولیسو څلورافغان ديپلوماتان نیولي

دپېښور پولیسو څلورافغان ديپلوماتان نیولي

پېښور: دبي بي سي دخبرله مخې په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ چارواکوویلي چې ددوی څلور کارکونکي، خپل کار ته د تګ پرمهال دپاکستان د پولیسو له خوا نیول شوي دي د چارواکو په وینا نیول شوي کسان وروسته له یوه ساعته بېرته خوشې شوي دى د نیول شوو ديپلوماتانو نومونه د افغانستان د قونسلګرۍ درېیم سکرترعبدالحمید، د ترانسپورت افسر غلام سخي عظیمي، د مهاجرینو د چارو افسر ډاکترالوځی او نور احمد حق جو دي چې د پېښور په قونسلګرۍ کې یې دندې ترسره کولې په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل د یاد شووديپلوماتانو نیول تایید کړي او د هغوی نیول يې د جینوا د کنوانسیون خلاف بللي.هغه زیاته کړې چې په دې اړه یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي سره خبرې کړي او هغه په دې تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په جریان کې اچولی.په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې دغه مساله یې له پاکستاني چارواکو سره هم شریکه کړې ده.